ایران: نا معلومو کسانو تاریخي هدېرې ته اور ورته کړی

خالد نبي هدیره

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، نامعلومو کسانو خالد نبي هدیرې ته اور ورته کړی

د ایران په شمال ګلستان سیمه کې چارواکي وايي، نامعلوم کس یا کسانو 'خالد نبي' نومې تاریخي هدېرې ته اور ورته کړی، چې پر قبرونو د ولاړو عجیبو ډبرینو شناختو له کبله مشهوره ده. چارواکې پر قبرونو ولاړې یو شمېر ډبرې هم ماتې شوې دي.

د دغې هدیري ... پلاوي مشر محمد حمید زاده ایرنا خبري اژانس ته ویلي په هدېره کې د ولاړو وښو وچوالي له کبله دغه اور چې د پنجشنبې په شپه لګېدلی، په چټکۍ خپور شوی دی. نوموړي ویلي داسې احتمال شته چې په سیمه کې د ګرځندوی یا سیلانیانو مخالفانو هدېرې ته اور ورته کړی وي.

ښاغلي حمید زاده ویلي، نا معلومو کسانو د هدېرې یو شمېر ډبرینې شناختې هم ماتې کړې دي، چې د صلیب په بڼه جوړې وې او له تاریخي پلوه ډېرې مهمې بلل کېدې.

دغه هدېره له ۱۰۰۰ کاله اوږده تاریخي مخینه لري او د ځینو ډبرو لوړوالی یې دوو مترو ته رسېږي.

ویل کېږي دغه هدیره کې ۶۰۰ قبرونه دي، چې یو شمېر یې د جنسي آلت په بڼه جوړ شوي دي.

خالد نبي هدیره
د عکس تشریح، ویل کېږي دغه هدیره کې ۶۰۰ قبرونه دي، چې یو شمېر یې د جنسي آلت په بڼه جوړ شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي چې د هدېرې ساتونکو له ځايي خلکو سره په ګډه د هدېرې اور وژلی دی. دغه هدیره د ایران له ثبت شویو هغو فرهنګي اثارو ده، چې ساتنه یې کېږي.

دغې هدېرې او شاوخوا سیمې ته هر کال له ۱۰۰ زره ډېر کورنۍ او بهرني سیلانیان ورځي.

ویل کېږي خالد نبي له هغو څلورو پیغمبرانو یو دی، چې د حضرت عیسی او حضرت محمد تر منځ په زماني واټن کې یې ژوند کړی دی او ترکمنانو ته د درناوي له وړ شخصیتونو یو بلل کېږي.