د ښکلا اتلې وزن پر سر ناندرۍ له امله تاج بېرته وسپاره

زويي سمېل

د عکس سرچینه، ZOIEY SMALE

د عکس تشریح، زويي سمېل د بريتانيا "مس کانټېننټس" ښکلا اتلولۍ تاج په تېر جون مياشتې کې گټلى و، خو اوس يې بېرته سپارلى

زويي سمېل د بريتانيا "مس کانټېننټس" ښکلا اتلولۍ تاج په تېر جون مياشتې کې گټلى و، خو اوس يې بېرته ځکه سپارلى چې په وينا يې د دغې سيالۍ سمبالوونکو ورته وويل "چاغه" ده او د وزن کمولو لارښوونه يې وکړه.

آغلې سمېل وايي دا غوښتنه ورنه هغه مهال وشوه، چې ټاکل شوې وه د سيالۍ نړېوال پړاو کې گډون وکړي.

د لوېديز په فېشن صنعت کې کم وزن د ښکلا مهمه نښه بلل کېږي او په دې وروستيو کې د وزن د کمښت پر لور ډېر تمايل روغتيا لپاره خطرناک بلل شوى او ان پر وړاندې يې کمپاينونه پيل شوي دي.

زويي سمېل وايي هغوى (د سيالۍ سمبالوونکو) را ته وويل "بايد خواړه کم وخورم، ځکه چاغه يم. خو زما زغم هغه مهال ختم شو، چې را ته يو برېښنايي پوښتنپاڼه ولېږل شوه چې زما د بدن، لکه د ملا، مټو او نورو برخو کچه يې غوښتله. نو ما وويل زه نه غواړم د دې برخه اوسم."

زويي سمېل

د عکس سرچینه، ZOIEY SMALE

د عکس تشریح، زويي سمېل "نه غواړم چا لپاره ځان بدل کړم."

خو د ښکلا اتلولۍ سمبالوونکي وايي آغلې سمېل ته نه دي ويل شوي چې گواکې چاغه ده يواځې ورنه د خوړو د کمولو غوښتنه شوې وه.

داسې رپوټونه شته چې نجونو د خپل وزن کمولو لپاره لوږه تېره کړې او داسې لارې چارې يې غوره کړي چې روغتيا ته يې زيان اوښتى او آن ځينو خپل ژوند له لاسه ورکړى.

زويي سمېل

د عکس سرچینه، ZOIEY SMALE

د عکس تشریح، زويي سمېل د ښکلا اتلولۍ تاج له بېرته سپارلو وروسته د ملاتړ خورا ډېر پيغامونه ترلا سه کړي دي.

آغلې سمېل وايي "که ماته هم ١٠ کاله وړاندې دا خبره شوې واى، نو زما روحيه به يې ډېره کمزورې کړې وه او پايله به يې راته ډېره بده وه."

د ښکلا د اتلولۍ تاج له بېرته سپارلو وروسته آغلې سمېل د ملاتړ خورا ډېر پيغامونه ترلا سه کړي دي.

نوموړې وايي "نه غواړم چا لپاره ځان بدل کړم."