رومانیا کې ۱۵ پاکستانیان تښتول شوي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, رحمن الله بي بي سي
- دنده, پېښور
په رومانیا کې د پاکستان سفارت بي بي سي ته وویل، په رومانیا کې ۱۵ پاکستانیان تښتول شوي، چې اوس یې د موندلو او خوشي کولو لپاره له رومانیايي چارواکو سره په ګډه کار کېږي.
په رومانيا کې د پاکستان د سفارت چارواکي وايي، د تښتول شویو پاکستانيانو د خوشي کولو لپاره د رومانيا د کورونو چارو د وزارات له چارواکو سره په تماس کې دي.
رومانیا کې د پاکستان سفیر ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د خپلو اتباعو د خوشي کولو په هڅه کې دی.
له پاکستان نه اروپا ته د کار لپاره دغه تللي پنځلس پاکستاني ځوانان د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوي.
په تښتول شویو کې شپږ کسان د خیبر پښتونخوا سوات اوسېدونکي او نور د بېلابېلو سیمو دي.
د سوات کبل سیمې اوسېدونکي شاه حسین بي بي سي ته وویل، په تښتول شویو کې د رحمت علي په نوم یو دده کشر ورور او د هلال احمد په نوم د ده بل خپلوان هم شامل دي.
دی وايي، د دوی عمرونه شاوخوا یوویشت کاله دي، لوستي وو خو دندې یې نه لرلې.
شاه حسین چې د مردان پولیسو کې سرتېری دی، وايي، وړاندې یې هم د کورنۍ غړي په ناقانونه توګه اروپا ته تللي دي.
نوموړی زیاتوي، ورور یې لومړی ایران او بیا ترکیې ته تللی او هلته یې مزدوري کوله، خو وروسته یې د اروپا تګ ته تکل وکړ.
هغه وايي، ورور یې ورته ویلي چې له تښتول کېدا وروسته وهل شوي او ډبول شوي دي.

د عکس سرچینه، Shah Hussain
دی له حکومته د خپل ورور د راخوشي کولو غوښتنه کوي.
د سوات کبل سیمې د یوه بل تښتول شوي شیر علي خور بي بي سي ته وویل، دوی ډېر پوروړي وو، ځکه یې ورور اورپا ته د تللو هوډ وکړ چې هلته پیسې وګټي او خپل پور پرې کړي.
دا وايي، شیر علي د دوی مشر ورور و او نور وروڼه یې کوچنیان او د خوارۍ نه دي.
د رومانیا د کورنیو چارو وزارت ددغو تښتول شویو پاکستانیانو په اړه بې خبري ښودلې ده.








