د برازیل فوټبال لوبډلې الوتکې لوېدو په تړاو نیونې

د عکس سرچینه، EPA
بولیویا کې چارواکو د هغه هوایي شرکت رییس نیولی چې الوتکه یې تېره اونۍ په کلمبیا کې نسکوره شوه او له امله یې ۷۱ کسان ووژل شول.
په دغه هوایي پېښه کې د برازیل شافیکوینس لوبډلې ډېر لوبغاړي ووژل شول.
ګوستاوو وارګاس چې د هوایي ځواک متقاعد جنرال دی د الوتکې لوېدو په تړاو د څېړنو د یوې برخې په توګه نیول شوی.
د لامیا کوچني هوایي شرکت د برازیل فوټبال لوبډلې غړي د فوټبال یوې پایلوبې ترسره کولو په موخه کلمبیا ته لېږدول.
ورته وخت کې د بولیویا یوې چارواکې وویل؛ هغه له پېښې وړاندې پیلوټ ته د الوتکې د ستونزې په اړه خبرداری ورکړی و. سلیا کاستدو اوسمهال په برازیل کې د پناه غوښتنه کړې، ځکه وایي چې له ګواښ او بدچلند سره مخامخ دی.
بریتانیا کې جوړه شوې (BAE 146 Avro RJ85) ډوله الوتکه وړاندې تردې چې د نومبر په ۲۸مه خپل مقصد مډلین ښار ته ورسېږي، تېل یې خلاص کړي و.
د الوتکي پیلوټ میګل کیروګا تر نسکورېدو وړاندې د الوتکې "په بشپړه توګه د برېښنا سېسټم له کاره لوېدو" او د "تېل کموالي" خبره یې کړې وه.
'له عدالته تېښته'
مېرمن کاستدو وایي؛ هغه له پرواز وړاندې ښاغلي ګیروکا - پیلوټ - ته ویلي و چې د بولیویا او مډلین ترمنځ واټن ددې الوتکې حد اکثر تګ دی.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه وایي؛ په خپل هېواد کې ځورول شوې او له همدې امله برازیل ته تللې ده. برازیلي چارواکي وایي؛ د هغې پناه غوښتنې قضیې څېړل کېدای شي یو کال وخت ونیسي.
خو د بولیویا یوه وزیر کارلوس رومرو د برازیل دولت هڅولی نوموړې بېرته واستوي.
هغه وویل؛ "کوم کار چې هغې کړی ډېر جدي دی. هغه غواړي له عدالته وتښتي."
د نسکورې شوې الوتکې شپږ سپاره ژوندي پاتې دي. یو له هغوی اروین توموري دی چې د الوتنې کارکوونکی و. دی وایي؛ پیلوټ د لارې په منځ کې د کوبیجا ښار کې د تېلو اچول کنسل کړل.
هغه د برزیل ګلوبو ټلویزیون ته وویل؛ د الوتنې کارکوونکو یا مسافرانو ته خبرداری نه وو ورکړل شوی چې الوتکه له برېښنا ستونزې یا د سون توکو له کموالي سره مخ ده.
دا الوتکه یوه برازیلي کلب ددغه کلب ترټولو مهمې تاریخي لوبې لپاره اجاره کړې وه.

د عکس سرچینه، AFP









