د کلېک وړ نقشه: ټرمپ څنګه د امریکا ولسمشر شو؟

د خپلې سیالې هېلیرې کلنټن پر وړاندې له څرګندې بریا وروسته ډونالډ ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه وټاکل شو. سره له دې چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال پرلپسې څو میاشتې مېرمن کلنټن د ښاغلي ټرمپ پرتله مخکې معلومېده، خو د ټاکنو پر ورځ یې یوازې اتلسو ایالتونو کې بریا تر لاسه کړه. فلوریډا، اوهایو او شمالي کارولینا هغه ایالتونه بلل کېږي، چې د ښاغلي ټرمپ بریا کې یې رول جوت و. په نقشه کې پر ایالتونو کلیک کولو یا کېکاږلو سره وینئ، چې دغه بریا څنګه تر لاسه شوې ده.

هغه ایالتونه چې هېلیري ګټلي

په وسکاسن ایالت کې د ښاغلي ټرمپ بریا د ۲۷۰ الکټرل رایو تر لاسه کولو پړاو ته رسېدو کې له هغه سره مرسته وکړه، چې د امریکا ولسمشرۍ لپاره د رایو ټاکل شوې کچه ده.

هغه ایالتونه چې هېلیري ګټلي