ارسنال اسټن وېلا ته ۳-۰ سخته ماته ورکړه

نن یکشنبه (سپتمبر ۲۰مه) د انګلستان فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې ارسنال خپلې سیالې لوبډلې اسټن وېلا ته ۳-۰ سخته ماته ورکړه.
ارسنال خپل درې ګولونه په څلورو دقیقو کې دننه تر سره کړل.
د اسټن وېلا مدافع لوبغاړي الې سېسوکو په تېروتنه یو شوټ خپل ګول ته ور دننه کړ.
دا په روان سیزن کې د اسټن وېلا لوبډلې لومړۍ ماته ده.
د دې تر څنګ په غوره لیګ کې نن شپږ نورې لوبې تر سره کېږي.
د کیو پي آر لوبغاړي نیکو کرنجکر د سیالۍ په وروستیو شېبو کې د یوه په زړه پورې ګول پر مټ د سټوک پر وړاندې د خپلې لوبډلې لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله.

تر لومړۍ نیمايي پورې دواړو لوبډلو یو یو ګول کړی و.
د دوهمې نیمايی په ۵۱مه دقیقه کې سټوک ګول وواهه او داسې برېښېده چې خپله برلاسي به د لوبې تر پایه وساتي.
خو کیو پی آر لوبډلې د لوبې له ختمېدو یوازې دوه دقیقې وړاندی ګول وکړ او لوبه یې ۲-۲ برابره کړه.
د سنډرلنډ او برنلي تر منځ لوبه هم ۰-۰ پای ته ورسېده. په دې ترتیب دغو دواړو لوبډلو لا تر اوسه هم په روان سیزن کې کومه لوبه نه ده ګټلې.
دواړو لوبډلو د یو بل پر ګولونو ګڼ بریدونو وکړل خو هېڅ ټیم ګول و نه شو کړای.
د برنلي لپاره دا د غوره لیګ سیالیو کې پرله پسې درېیمه د صفر-صفر مساوي پایله ده.

بله لوبه، چې دا هم ۲-۲ مساوي شوه د نیو کاسل او هل لوبډلو تر منځ وه.
د مساوي پایلې له لارې لاسته راغلې نمرې نیو کاسل لوبډله د جدول له وروستي ځای نه لږه راپورته کړه.
یو مهال د هل لوبډله ۲-۰ برلاسې وه خو د پپیس سیسي د دوه پرله پسې ګولونو پر مټ نیو کاسل لوبډلې لوبه برابره او په حیرانونکی ډول یې یوه نمره تر لاسه کړه.
ساوتمپټن لوبډلې سوانسي ته ۱-۰ ماته ورکړه او د لوبو په جدول کې یې دویم مقام خپل کړ.
ساوتمپټن د لوبې یوازنی ګول د سیالۍ له ختمېدو یوازې لس دقیقې وړاندې وکړ.
دا څلورمه لوبه ده چې سوانسي په کې د ساوتمپتڼ لوبډلې پر وړاندې ګول و نه شو کړای.
سوانسي په پیل کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو د یو لوبغاړي د فاول له کبله یې د لوبغاړو شمېر لسو ته را کم کړای شو او دغه ډول یې لوبه بایلوده.
د ورځې په وروستۍ سیالۍ کې ویسټهم د لېورپول لوبډلې ته ۳-۱ ماته ورکړه.
په روان سیزن کې دا د لېورپول پرله پسې دوهمه او په ټوله کې درېیمه ماته ده.
د غوره لیګ سیالیو په لړ کې به سبا یکشنبه څلور نورې لوبې تر سره شي.








