
د هندي لوبډلې کپتان مهندر سنګ دهوني د خپلې نیمې سلیزې د بشپړولو لپاره له ۱۳۷ توپونو سره ولوبېد.
د انګلستان او هند تر منځ په ناګپور ښار کې د څلورمې او وروستۍ ټیسټ کرېکټ لوبې په دریمه ورځ هندي لوبغاړو له احتیاطه ډکه لوبه پیل کړه او د ډوډۍ تر وقفې یې هیڅ لوبغاړی ونه سوځېد.
هند د دویمې ورځې په پای کې د څلورو لوبغاړو سوځېدو په بدل کې ۸۷ منډې جوړې کړې. مهندر سنګ دهوني او ویرات کوهلې لا هم لوبه کوله.
په دریمه ورځ لومړی کوهلې د نیمې سلیزې د بشپړولو لپاره ۷۱ توپونه وګرځول او د هندي لوبډلې کپتان مهندر سنګ دهوني د خپلې نیمې سلیزې د بشپړولو لپاره له ۱۳۷ توپونو سره ولوبېد.
د انګلستان د برلاسۍ ختمولو لپاره هندي لوبغاړي اړ دي، چې ۱۵۰ منډې نورې جوړې کړي او په لومړۍ پاړۍ کې یې لا هم ۶ لوبغاړي په لاس کې دي.
له دې مخکې د انګلستان ټوله لوبډله په لومړۍ پاړۍ کې له ۳۳۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.
د هند له لوري ګوتم ګمبیر او وریندر سیواګ لوبه پیل کړه. د انګلستان په څېر د هند د لوبې پیل هم خوندور نه و او د یوې منډې په ټولټال سکور ګوتم ګمبیر له منډې جوړولو پرته وسوځېد.
هندي بیټسمینان د ا انګریز بالرانو د غوره بالنګ په مخنیوي کې ناکام شول او یو په بل پسې وسوځېدل.

له دې مخکې د انګلستان ټوله لوبډله په لومړۍ پاړۍ کې له ۳۳۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.
د پنج شنبې په ورځ د لوبې په پیل کې انګلستان پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپ وهلو پرېکړه وکړه. د انګلستان له لوري کومپټن او کپتان الیسټر کوک د اننګ پیل وکړ.
د انګلستان د لوبې پیل په زړه پورې نه و، د ټولټال دریو منډو د جوړېدو پر مهال کومپټن له یوې منډې جوړولو وروسته وسوځېد. د انګلستان له لوري کیون پېټرسن د ۱۰ څلوریزو په مرسته ۷۳ او ټراټ د اوو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې.
د څلورو ټیسټ لوبو په لړۍ کې انګلستان پر هند د دوو په وړاندې پر یوه برلاسی دی. په احمد اباد کې تر سره شوې لومړۍ لوبه هندوستان ګټلې او د ممبۍ او کولکتې په دوو لوبو کې انګلستان بریا تر لاسه کړه.












