
دا د کرېکېټ ۲۰ اورونو ځلورمې اتلولۍ دي
د کرېکټ شل اوريزې نړيوالې اتلولۍ نن سې شنبه په سريلنکا کې پيلېږي.
د پيل لوبه به د سريلنکا او زېمبابوې تر منځ وي، چې د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې به دواړه لوبډلې د سريلنکا په جنوب (همباناټوټا) ښار کې سره سيالي کوي.
دا د کرېکېټ ۲۰ اورونو څلورمې اتلولۍ دي، چې ۱۲ لوبډلې په کې سره سيالي کوي.
سيالې لوبډلې په ۴ ګروپونو وېشل شوې، او د سر دوې لوبډلې به يې (سوپر اېټ) يا د اتو سترو لوبډلو پړاو ته ووځي، او پايلوبه بيا د اوکتوبر پر ۷ مه کېږي.
تېرې ۲۰ اوريزې اتلولۍ چې دوه کاله مخکې په ویسټ انډيز کې وشوې، انګلستان ګټلې وې چې اوس له افغانستان سره په يوه ګروپ کې دی.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه سبا چارشنبې د سپتمبر په ۱۹ مه له هند سره، او دوهمه لوبه بيا د جمعې پر ورځ د سپتمبر په ۲۱ مه له انګلستان سره کوي.
سريلنکا چې کوربنۍ برلاسی لري، د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوريزو د ګټلو لپاره لوړې هيلې لري.
افغان لوبډلې اتلوليو ته د تياري په لوبو کې پرون د دوشنبې پر ورځ وېسټ انډيز ته لوبه وبايلله.
افغان لوبدلې لومړۍ منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټولو ۲۰ اورونو کې يې د ۷ کسانو په سوځېدو ټولې ۱۲۲ منډې وکړې. اصغر ستانکزي په ۵۰ توپونو ۵۳ منډې وکړې.
خو د وېسټ انډیز لوبډلې کرېس ګېل چې تر پايه ونه سوځېد په ۴۸ توبونو ۶۵ منډې وکړې، او د افغان لوبډلې له خوا د ۱۲۳ منډو ټاکلی هدف يې پوره او لوبه يې وګټله.
۲۰ اوريزو اتلوليو ته د تيارۍ په بله لوبه کې پاکستان هند ته ماته ورکړې.
لومړی هند د ۳ کسانو په سوځېدو ۱۸۵ منډې وکړې. پاکستان د ۱۸۶ منډو هدف د ۵ لوبغاړيو په سوځېدو پوره کړ، چې پنځه پنډوسکي يې لا هم پاتې و.












