
کريس گېل ٦٥ ناسوځېدلې منډې وکړې
ويسټ انډيز په شل اوريزو کريکټ لوبو کې د نړۍ يو له خورا خطرناکو لوبډلو گڼل کيږي له افغانستان سره په لوبه کې يې همدا نظر لا ډير ثابت کړ.
افغان کپتان نوروز منگل د پچې تر گټلو وروسته خپله منډو ته ملا وتړله.
په لومړي اوور کې کريم صادق وسوځېد خو نوروز منگل د درو څلوريزو په وهلو داسې وښووله چې افغانستان د نړۍ له ښو لوبډلو سره سيالۍ ته چمتو دى.
په پنځم اوور کې چې افغانستان ٣٠ منډې لرلې نوروز منگل هم وسوځېد.
ورپسې محمد شهزاد هم لاړ خو اصفر ستانکزى ودريد او خورا خوندوره لوبه يې وکړه.
اصغر ستانکزي چې په يوه ورځنۍ رسمي نړيواله لوبه کې يې له استراليا سره ٦٣ منډې کړې وې داسې ښکارېد چې د نړۍ له تکړه بالرانو يې سترگه نه سوځي.
دۀ د دوو شپږيزو او پنځو څلوريزو په مرسته په ٥٠ توپونو ٥٣ منډې وکړې خو بل لوبغاړى ورسره ونه دريد.
د شلم اوور په پاى کې افغانستان اووه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او يوازې ١٢٢ منډې يې درلودې.
له اصغر پرته نوروز منگل ١٥ ، نبي ١١ او گلبدين نايب ١٠ منډې درلودې.
د ويسټ انډيز پيل له تمې سره سم د کريس گېل په تيزه لوبه و.
کريس گېل د څلورو شپږيزو او پنځو څلوريزو په مرسته ٦٥ منډې وکړې او ويسټ انډيز وکولاى شواى چې لوبه په ١٦ اوور کې يوازې د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو وگټي.
دواړه ويسټ انډيزي لوبغاړي د محمد نبي په توپ وسوځېدل












