د شاهد اپريدي جوړېدا پاکستان هيله من کړ

د خپريدو وخت: 14:33 گرینویچ - پنجشنبه 13 سپتمبر 2012 - 23 وږی 1391

له رغېدو سملاستې وروسته شاهد اپریدي د پاکستان هیلې بیا راژوندۍ کړې.

د پاکستان د کریکټ لوبډلې کپتان محمد حفیظ د شاهد اپریدي د ټپ رغېدو ته هیله من دی، چې نوموړی وکولاى شي د کریکټ د شل اوریزو لوبو په سیالیو کې د یوه بل نړیوال جام په تر لاسه کولو کې د خپل هېواد ارمان پوره کړي.

اپریدی هم د نړيوالو اتلوليو له پیل نه مخکې د خپلې بټې ګوتې د ټپ ښه کېدو تمه لري.

دغه اتلولۍ د سې شنبې ( د سپتمبر ١٨) له ورځې پیل کیږي او د اکتوبر د میاشتې تر اوومې نیټې به دوام وکړي. کپتان حفیظ د چارشنبې په ورځ ( د سپتمبر ١٢) خبریالانو ته وویل: شاهد اپریدی زموږ لپاره مهم لوبه ګټونکی دی او هیله ده هغه به زموږ لپاره یو ځل بیا لوبه وکړي.

له رغېدو سملاستې وروسته شاهد اپریدي د پاکستان هیلې بیا را ژوندۍ کړې.

پاکستان له نیوزلنډ سره په مخامخ کېدو سره په ډي ګروپ کې خپلې لوبې د سپتمبر په ۲۳ مه پیلوي. په دغه ګروپ کې د بنګله دېش ټیم دریم ځای لري.

بل لور ته ټاکل شوې چې دودیز سیالان هند او پاکستان له شل اووریزو نړیوالو سیالیو مخکې په کولمبو کې د چمتووالي په ترڅ کې له یوه بل سره مخامخ شی.

دغه لوبه د کریکټ نړیوالې شورا له لوري شل اووریزو نړیوالې اتلولۍ ته د دوستانه لوبو د لړۍ له ١٢ لوبو څخه هغه یوازینۍ لوبه ده، چې تلويزيونونه يې په ژوندۍ بڼه خپروي.

اپریدی د نړيوالو اتلوليو له پیل نه مخکې د خپلې بټې ګوتې د ټپ ښه کېدو تمه لري.

د سې شنبې په ورځ د اتلوليو له پیل مخکې د پاکستان کپتان محمد حفیظ له هند سره د لوبې کولو په چانس موندلو خوښې څرګنده کړه.

بل لور ته د هند لوبډلې روزونکی ډنکن فلېچر وايي د اصل لوبې له پیل مخکې دوه دوستانه لوبې، چې بله به له کوربه هېواد سریلانکا سره په یکشنبه تر سره شي، هدف ته د رسېدو لپاره غوره چمتووالی دی.

د هند او پاکستان لوبډلې په مقدماتي لیګ کې په جلا ګروپونو وېشل شوې وې، خو که چارې له پلان سره سمې روانې وي، نو دواړه لوبډلې به په کولمبو کې د سپتمبر په ٣٠مه له یوه بل سره مخامخ شي.

د دواړو هېوادونو لوبډلو له یوه بل سره یوازې دوه رسمي شل اووریزې لوبې کړې دي او دغه دواړه لوبې په ۲۰۰۷ کال کې په سویلي افریقا کې د نړیوالو سیالیو پر مهال تر سره شوې.

افغانستان په شنبه (۱۵ سپتمبر) د سریلانکا اې او په دوشنبه (۱۷ سپتمر) له ویسټ اینډیز سره دوستانه لوبه کوي

افغان لوبډله به په نړيوالو اتلوليو کې د ٢٠١٠ کال له اتل انگلستان او د ٢٠٠٧ کال له اتل هند سره بخت ازمويي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>