
نبي د نور کله خلاف په دې سياليو کې د يوۀ ډېره تجربه لرونکي او په خپل کار پوه لوبغاړي په توگه راڅرگند شو.
په ټرېنېډاد او ټوبيگو کې د کوربه هېواد، باربادوس، بنگله دېش او افغانستان ترمنځ د شل اوريزو سياليو اتلولي د تېزو منډو اوسط ته په کتو افغان لوبغاړو وگټله.
له دې بري سره د ٥٠ زره امريکايي ډالرو چک هم و.
افغانستان په دغو سياليو کې کوربه ټاپو ټرېنېډاد او باربادوس ته ماتې ورکړى خو له بنگله دېش څخه يې په يوې نژدې سيالۍ کې وبايلله.
بنگله دېش له ټرېنېډاډ څخه ماتې وخوړه او له بارباډوس څخه يې وگټله.
په پاى کې د افغانستان په څېر کوربه ټاپو او بنگله دېش د دوو بريو په لرلو څلور څلور پواينټونه لرل.
د اتل څرگندولو لپاره د درو واړو لوبډلو د منډو اوسط وکتل شو چې افغانستان په کې تر نورو وړاندې و.
افغانستان بارباډوس ته په ١٨ اوور کې په ماتې ورکولو د منډو اوسط خورا لوړ کړى و
دغه لوبې د ټرېنېډاد د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره ترسره کېدى او د کرابين او اسيا ترمنځ سيالۍ بلل شوې وې.
د افغانستان له لوري محمد نبي له کوربه هېواد سره پنځوسيزه، له بنگله دېش سر ناسوځېدلى ٢٦ او له بارباډوس سره ٤٠ منډې کړې وې.

له دې بري سره د ٥٠ زره امريکايي ډالرو چک هم و.
نبي د نور کله خلاف په دې سياليو کې د يوۀ ډېره تجربه لرونکي او په خپل کار پوه لوبغاړي په توگه راڅرگند شو.
په بالېنگ کې يې د تل غوندې لوبغاړي سوځول خو په منډه جوړولو کې خورا ډېر وځلېده.
په همدې دليل د دغو سياليو غوره لوبغاړى وبلل شو.
په نوره لوبډله کې شهزاد په وېکټ ساتلو او منډو دواړو کې ښه و.
حميد حسن يوازې يوه لوبه وکړه او داسې ښکاره شو چې له ټپونو لا سم پر ځاى شوى نه دى.
منډه جوړونکو يو وار بيا د تېزو بالرانو له بونسر يا راپورته کېدونکو توپونو سره ستونزې درلودې چې په سريلنکا کې به د انگلستان او هند د بالرانو ورته پام وي.
وړو وړو تېروتنو ته ښايي په پاتې وخت کې افغان لوبډله پام وکړي خو د دغو سياليو گټل به بې له شکه چې د افغانستان لوبغاړو ته تر نړيوالو سياليو وړاندې د زړۀ ډاډ ورکړي.












