هغه ورزشونه چې په کور کې ترسره کېدای شي او د ویني فشار په کمولو کې مرسته کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
سره له دې چې ټول ورزشونه د وینې د فشار په کمولو کې مرسته کوي، خو نوې څېړنې موندلې، چې د عضلاتو پیاوړي کولو(ایزومتریک) ورزشونه د هوازي (ایروبیک) ورزشونو په ګډون د نورو ورزشونو پرتله ډېر اغېزمن دي.
دا په انګلنډ کې د لستر او کرایست چرچ کانتربري څېړونکو د څېړنې پایله ده چې د بریتانیا د ورزش طب په ژورنال کې خپره شوې.
د دې څېړنې لپاره څېړونکو ۲۷۰ نورې هغه څېړنې ارزولي چې په تېرو ۳۳ کلونو کې ترسره شوي دي.
دا څېړنه چې د وینې پر فشار د یو شمېر ورزشونو د اغېزو په اړه شوې پر ۱۶ زره کسانو شوې ده.
بریتانیا کې د روغتیا او ملي درملنې برخې سپارښتنه هغو کسانو ته چې ډېر عمر لري کسانو او غواړي د ویني له لوړ فشاره ځان خوندي کړي دا ده چې، د خوړو د مناسب رژیم تر څنګ باید اوونۍ کې ۱۵۰ دقیقې د بایسکل چلولو، منډې او قدم وهلو په څېر نور هوازي ورزشونه وکړي او یا دې په اوونۍ کې دوه ځله د عضلو د پیاوړتیا د ورزش په ګډون ۷۵ دقیقې قوي ورزش وکړي.
خو نوې څېړنه وايي، ایزو متریک ورزشونه د وینې فشار په کمولو کې تر هوازي ورزشونو ډېر اغېزمن دي.
دیوال ته د تکیې سکواډ چې په نیمه ناستې ډول مو دیوال ته تکیه کړي وي په داسې حال کې چې پښې مو باید له دیواله ۶۰ سانتي متره واټن ولري د وینې فشار په کمولو کې ډېر اغېزمن دی.

بل حرکت چې پلانک ورته وايي دا سینه کشۍ ته ورته حرکت دی، خو په دې حرکت کې به تاسې نه ښکته پورته کېږئ او پر همدې حرکت به درېږئ.
لاسونه مو پر ځمکه ولګوئ چې څنګلې مو اوږو سره ۹۰ درجې زاویه جوړه کړي. ملا او پښې مو باید یو برابر وي.
دوه نور تمرینونه چې یو یې د پښو غځول او بل یې په موټي کې یوه نرم څېز ته فشار ورکول دي هم اغیز لري خو دیوال ته د تکیې هغومره نه.
څېړونکو دغه ایزومتریک نرمښتونه نورو ورزشونو سره پرتله کړل. له ایزومتریک ورزشونو وروسته دا لاندې تمرینونه په ترتیب سره د وینې فشار کمولو برخه کې مرسته کوي:
- هوازي (ایروبیک) وزشونه لکه منډه او بایسکل چلول. په هوازې ورزشونو کې قدم وهل د وینې فشار کمولو کې لږ اغېزمن یاد شوي.
- وزن پورته کول
- په ډېر فشار سره د هوازي ورزشونو ترسره کول

د دې څېړنې اصلي څېړونکی جیمی اُدریسکول وايي، په ایزومتریک ورزشونو کې عضله منقبض کېږي خو اوږدوالی یې نه بدلېږي. کله چې عضله منقبض کېږی پر هغو رګونو فشار راولي چې عضلو ته وینه رسوي. په پایله کې رګونه تنګېږي او د وینې جریان او آکسیجن پکې کمېږي.
کله چې له دوو دقیقو وروسته عضلې ته دمه ورکوئ، ناڅاپه رګونه خلاصېږي او د وینې جریان پکې چټکېږي. نو ځکه ایزومتریک تمرین د نورو ورزشونو پرتله توپیر لري او ښايي همدا لامل وي چې د وینې فشار پر کموالي ډېر اغېز کوي.
د وینې فشار ناروغي نن سبا خورا زیاته شوې، په ځانګړې ډول له څلوېښت کلونو پورته عمر کسانو کې.
دا ناروغي د مغزي او زړه حملې په ګډون د نورو تنفسي، پښتورګو او زړه ناروغیو لامل کېږي.
په دې څېړنه کې ویل شوي، چې که د وینې فشار مو په ۱۳۰ کې ۸۵ یا له دې ښکته وي روغ یاست، که په ۱۳۹ کې ۸۹ وي د وینې فشار ناروغۍ ته نږدي شوي یاست او که بیا له ۱۴۰ پورته کې ۹۰ وي بیا د وینې فشار ناروغي لرئ.
هغه کسان چې عمر یې په ډېرېدو وي له ۴۰ کلنۍ پورته عمر کې یې ښايي د ژوند بڼه، مناسبه رژیم او ورزش ښايي د وینې فشار په کمولو کې مرسته وکړي، خو ډېر کسان بیا ښايي درملو خوړولو ته هم اړتیا ولري.
پر دیوال نیمه ولاړه بڼه تکیه یا پر ځمکه ځان پر څنګلو نیول دا هغه حرکتونه دي، چې ښايي کول یې د بېلابېلو دلایلو له مخې ځینو کسانو لپاره شوني نه وي. که عضلات او هډوکي یې زیانمن وي اړتیا ده چې باید په اړه یې متخصص ډاکټر سره مشوره پرې وشي.








