پاکستان راتلونکی کال د ښځو شل اوریز کرېکټ لیګ پیلوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د ښځو شل اوریزه کرېکټ لیګ پیلوي.
دغه سیالۍ به د مارچ له درېیمې تر ۱۸ روانې وي چې څلور ټیمونه به پکې برخه اخلي. په دغو لوبډلو کې به شپږ لوبغاړې بهرنۍ او ۱۲ نورې به یې د پاکستان وي.
د ښځو په دغه لیګ کې د فاینل په ګډون ۱۳ لوبې وي چې ټولې د پاکستان په راولپنډۍ کې کېږي.
د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر رميز راجه وايي "غواړم په خوشالۍ د ښځو د لیګ اعلان وکړم. دا لیګ به د ډېرو ځوانو ښځینه لوبغاړو پام کرېکټ ته ورجذب کړي، دارنګه به له اوسنیو لوبغاړو سره هم مرسته وکړي چې خپل مهارتونه پیاوړي کړي. د دې تر څنګ به بهرنیو لوبغاړو سره هم لوبې وکړي."
ښاغلی راجه زیاتوي " دا لیګ به په ۱۳ لوبو کې د ښځو کرېکټ په اړه ښې ځانګړنې ولري. د دې لیګ موخه دا ده چې زموږ د ستراتیژۍ له مخې پاکستان د کرېکټ هر ډول فارمټ کې د ښځو او سړیو لپاره لا پیاوړی شي."
د دغه لیګ ټولې سیالۍ به په ژوندۍ بڼه خپرېږي او ځینې لوبې به یې د پاکستان له غوره لیګ ( دنارینه وو شل اوریزه لیګ) نه مخکې کېږي.
د پاکستان د نارینه وو په غوره لیګ کې ځینې افغان لوبغاړي هم لوبېدلي دي.
په پاکستان کې د نارینه وو تر څنګ د کرېکټ ښځینه مینه والې او لوبغاړې هم ډېرې دي.










