يونس خان: هيله لرم افغان کرېکټ بورډ سره اوږده موده کار وکړم

یونس خان

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی مشهور توپوهونکی یونس خان وايي، که د افغانستان کرېکټ بورډ ترې وغواړي، چمتو دی چې اوږدمهال لپاره د افغانستان کرېکټ لوبغاړو سره د توپوهنې برخه کې روزنې ته دوام ورکړي.

یونس خان اوس د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا متحدو عربي اماراتو کې د افغان لوبغاړو د لنډمهاله تمریناتي کمپ لپاره د توپوهنې برخې د سلاکار په توګه ګومارل شوی دی.

هغه بي بي سي پښتو پاڼې سره په ځانګړې مرکه کې وویل "کوشش کوم چې د افغانستان له کرېکټ بورډ او لوبغاړو سره مې دا رابطه مخ ته لاړه شي."

یونس خان وايي افغان لوري ترې کلونه وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې غوښتي و چې د توپوهنې برخه کې ورسره سلاکار شي، خو وايي هغه مهال دی "پر لوبو او سفرونو بوخت و" او دې کار ته نشو رسېدلی.

یونس

د عکس سرچینه، ACB Media

دغه پخوانی پاکستانی توپوهونکی وايي د افغانستان کرېکټ او لوبغاړو تېرو کلونو کې پام وړ ښه پرمختګ کړی او د اوسني تمریناتي کمپ پر مهال ورته مالومه شوه چې افغان لوبغاړي ډېر زحمت باسي او غواړي ډېر څه زده کړي.

د یادونې ده چې بېلابېلو افغان لوبغاړو هم له دغه تمریناتي کمپ خوښې ښودلې او وايي ډېر څه یې پکې زده کړي.

يونس خان خپل هېواد لپاره ۱۱۸ ټسټ لوبې کړې چې په دغه موده کې یې د ۳۴ سليزو او ۳۳ پنځوسيزو پر مټ له لس زرو زياتې منډې کړې دي.

نوموړي دغه راز پاکستان لپاره ۲۶۵ نړيوالو یو ورځنیو سیالیو کې هم لوبېدلی او د اوو سليزو او ۴۸ نيمه سليزو په مټ یې ۷۲۴۹ منډې کړي.

هغه د پاکستان د ملي لوبډلې کپتان او د توپوهنې روزونکی هم پاتې شوی دی.

یونس خان

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه افغانستان کې د کرېکټ ودې او د افغان لوبغاړو د لا ښه ځلېدو لپاره د کورني کرېکټ په ډېرېدو، ډېرو نړیوالو لوبو او ښو اسانتیاوو ټینګار کوي.

ښاغلي یونس خان وايي، افغانستان کې د کرېکټ لپاره د خصوصي سکتور ملاتړ ډېر مهم دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر یونس خان سربېره بل مخکینی پاکستانی لوبغاړی عمرګل هم د متحده عربي اماراتو تمريناتي کمپ لپاره د توپ اچونې برخه کې لنډمهاله سلاکار ګومارلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبغاړي به د اماراتو د تمریناتي کمپ پر مهال ډېر څه زده کړي او خپلو راتلونکو لوبو ته به ډېر چمتو وي.