ای پي اېل؛ د ډيلي کپيټل اسټرالیایی لوبغاړی 'میچل مارش' د کورونا له کبله بستر شوی

میچل مارش

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند د کرېکټ غوره لیګ 'ای پي اېل' سږنیو سیالیو کې د ډیلي کپيټل لوبډلې لپاره لوبېدونکی اسټرالیايي الراونډر 'میچل مارش' تر هغې وروسته روغتون کې بستر شوی چې د کووېډ-۱۹ معاینه یې مثبته وختله.

ډیلي کپیټل لوبډلې ویلي د هغه وضعیت د دوی د روغتیايي ډلې لخوا له "نږدې څارل کېږي".

رپوټونه وايي دې لوبډله کې د کورونا نورې مثبتې پېښې هم شته خو دغه پېښې بې علایمه دي.

مارش ۳۰ کلن دی او د ای پي ایل سږنیو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ لوبه د شنبې پر ورځ د رویال چلېنجرز بنګلور خلاف وکړه چې لوبډلې یې پکې په ۱۶ منډو ماته وخوړه.

ډیلي کپیټل ویلي نور لوبغاړي یې د هوټل خپلو خونو کې ګوښه دي او په پرله پسې ډول به د کوویډ-۱۹ لپاره معاینه کېږي.

دغه لوبډله خپله راتلونکې لوبه نن چارشنبه د پنجاب کېنګز پر وړاندې کوي.

ټاکلې وه دا لوبه پونې ښار کې وشي، خو رپوټونه وايي ممبای ته لېږدول شوې ده.

هند کې د کرېکټ د کنټرول بورډ ویلي دې لوبې ته د لوبغالي بدلېدو پرېکړه ځکه شوې چې د دغه اوږد سفر پر مهال د کوویډ-۱۹ د خپرېدو مخه نیول شوې وي.

د یادونې ده چې د هند د کرېکټ غوره لیګ "ای پي ایل" د تېر کال سیالۍ لوبغاړو کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو له کبله نیمايي کې وځنډېدې او څو میاشتې وروسته متحدو عربي اماراتو کې وشوې.