د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام: رئیس احمدزی وايي، نیمه پایلوبه کې به په زړه پورې لوبه وړاندې کړو

له ۱۹ کلونو نه د کم عمره کرېکټ لوبغاړو مشر روزونکي رئیس احمدزي هیله څرګنده کړې چې لوبډله به یې له انګلستان سره په نیمه پایلوبه یا سیمي فاینل کې ښه لوبه مینه والو ته وړاندې کړي.

دا سیالي به د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه راتلونکې سې شنبه په ویسټ انډیز کې ترسره شي.

افغان لوبډلې سري لنکا ته له ماتې ورکولو وروسته سیمي فاینل ته لاره پیدا کړه.

ښاغلي احمدزي راتلونکې لوبې ته د افغان لوبډلې د چمتوالي په اړه د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني سره مرکه کې وویل، هغسې چې افغان لوبډلې په کوارټر فاینل کې په زړه پورې لوبه وکړه، او اسیا جام او اوسنیو نړیوال جام سیالیو کې د لوبډلې له ترلاسه کړیو تجربو ډاډه دی، چې راتلونکې لوبه کې به هم لوبغاړي ښه وځلېږي.

بل لور له ۱۹ کلونو نه د کم عمره کرېکټ لوبغاړو په نړیوال جام سیالیو کې نن یکشنبه سري لنکا له سویلي افریقا سره او سکاټلنډ له یوګانډا سره لوبه کوي.

دا دواړه لوبې د افغانستان په وخت د مازیګر په څلور نیمو بجو پیلېږي.

پاپانیوګیني هم نن یوه لوبه لري، خو دا چې د کوم هېواد له لوبډلې سره دا به وروسته معلومېږي.

پرون په دې لړ کې هندوستان له بنګله دېشه لوبه په پنځو وېکټو وګټله، ایرلنډ هم زمبابوي ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه. د سکاټلنډ او کاناډا ترمنځ لوبه د کاناډايي لوبغاړو ترمنځ د کورونا مثبتو پېښو له امله وځنډېده.

د پاکستان سوپر لیګ سالۍ

د پاکستان د کرېکټ سپور لیګ سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کېږي. پېښور زلمي به له اسلام آباد یوناټېډ او کراچي کینګز به له کوټه کلډیټرز سره لوبه وکړي.

لومړۍ لوبه د افغانستان په وخت د غرمې په یوه بجه، او دویمه لوبه د ماښام په شپږو بجو پیلېږي.

پرون په دې لړ کې ملتان سلطانز له لاهور قلندرز نه په پنځو ویکټو لوبه وګټله. کوټه ګلډیټرز له کراچي کینګز نه په اتو ویګټو لوبه وګټله.

د انګلستان او ویسټ انډیز د کرېکټ ملي لوبډلې هم نن یوه بله شل اوریزه نړیواله لوبه کوي.

دا لوبه د افغانستان په وخت د شپې په یولس نیمو بجو پیلېږي. پرون هم د دې لوبډلو ترمنځ یوه ورته سیالي وشوه چې انګلستان د ۳۴ منډو په توپیر وګټله.