تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: نيوزيلنډ د "امنيتي اندېښنو" له کبله خپله لوبډله له پاکستانه وروبلله
د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د دغه هېواد د حکومت له یوه "امنیتي خبرداري" وروسته د پاکستان سفر لغوه کړی دی.
په پام کې وه، چې نیوزیلنډ کرېکټ لوبډله به د جمعې پر ورځ د درې ورځنیو لوبو لړۍ لومړی لوبه د پاکستان روالپنډۍ ښار کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې په مقابل کې کوي.
له دریو یوه ورځنیو لوبو وروسته په لاهور کې د دواړو هېوادونو تر منځ د پنځو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ په پروګرام کې شامله وه.
خو له هغه وروسته چې د نیوزیلنډ حکومت له لوري پاکستان کې د خطر ګواښ کچې له لوړېدو وروسته د دغه هېواد ملي لوبډلې پاکستان ته له سفر کولو ډډه کړې.
د نیوزیلنډ کرېکټ ادارې (این زیډ سي) اجراييوي مشر ډېوډ وایټ په دې تړاو وايي: "زه فکر کوم دا به د پي سي بي پاکستان کرېکټ بورډ لپاره ټکان ورکونکې (خبره) وي، چې درانه کوربانه دي، خو د لوبغاړو خوندیتوب خورا مهم دی او موږ باوري یو چې دا یوازینی بامسوولیته غبرګون دی."
بل لور پاکستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، لومړي وزیر عمران خان د نیوزیلنډ له لومړۍ وزیرې جسیندا اردرن سره خپله خبرې کړې او ډاډ یې ورکړی چې "د مېلمنو لوبغاړو لپاره (پاکستان کې)) هېڅ ډول خطر نه شته."
په اعلامیه کې زیاته شوې "خو نن موږ ته د نیوزیلنډ کرېکټ چارواکو لخوا وویل شول چې دوی ته د یو ډول امنیتي خطر خبرداری ورکړل شوی او (له همدې کبله یې) په نه زړه پرېکړه کړې چې دا سفر لغوه کړي."
په اعلامیه کې راغلي، پاکستان حکومت او کرېکټ بورډ د مېلمنو لوبډلو د امنیت خوندیتوب لپاره جدي اقدامات کړي او نیوزیلنډ ته هم په دې هکله ډاډ ورکړل شوی و.
تېر ځل د ۲۰۱۹ کال دسمبر میاشت کې پاکستان کرېکټ بورډ په دغه هېواد کې پر سري لنکايي ملي لوبډله د ۲۰۰۹ کال له برید وروسته، د نړیوالې کرېکټ لوبډلې کوربتوب وکړ.
د امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته د نړیوالو کرېکټ لوبډلو نه ورتلو له کبله پاکستان دې موده کې خپلې ډېری نړیوالې لوبې متحده عربي اماراتو کې د کمرنګه نندارچیانو پر وړاندې کړې دي.