د اسیا ۲۰۱۸ جام، څوک د چا پروړاندې

د عکس سرچینه، ICC
د کرېکټ اسیايي جام سیالۍ د سپټمبر پر ۱۵مه (شنبه/ وږي ۲۴مه) د متحده عربي اماراتو دبۍ ښار او د ابو ظبۍ زاید کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي.
په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې په دوو ډلو کې لوبېږي.
د سیالیو جذابیت په څه کې دی؟
هند به لا پاکستان سره سیالي ولري! اسوشیېټېډ هانګ کانګ به هم له بشبړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره ولوبېږي.
د دې ۵۰ اووره سیالیو په درشل کې به الف ډله کې هانګ کانګ، هند او پاکستان سره لوبېږي. په ب ډله کې بیا افغانستان، بنګله دېش او سري لانکا لوبېږي.
د متحده عربي اماراتو دبۍ کرېکټ نړیوال سټوډیم کې به د سپتمبر تر ۲۸مې ټول ټال ۱۲ سیالۍ کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په لومړي پړاو کې شپږ لوبډلې پر دوو ډلو وېشل شوې، الف او ب ډله، له هرې ډلې به درې لوبډلې د مقابل لوري له درېیو لوبډلو سره سیالي کوي.
بیا به له هرې ډلې دوې مخکښې لوبډلې څلورو غوره یا بریالیو لوبډلو ته وځي، چې ټولې به یوې او بلې سره مخامخېږي.
پایلوبه کې به دوه غوره لوبډلې پخپلو کې سره لوبېږي.
هند، پاکستان، سري لانکا، بنګله دېش او افغانستان په دې سیالیو کې خپل ګډون کره کړی.
پاکستان به له خپل سیاسي حریف هند سره د سپټمبر پر ۲۸مه پایلوبه کوي.
پایلوبه
سپټمبر ۲۸مه - دبۍ








