ایرانی "میسي" پولیسو حوزې ته بوتلو

د عکس سرچینه، Getty Images
ایرانی محصل رضا پرستش چې له نامتو فوټبال ستوري لیونل میسي سره ورته څېره لري، پولیسو یې موټر درولی او هغه یې حوزې ته بیولی دی.
کیسه داسې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په همدان کې پر نوموړي ډېر خلک راټول شول چې عکس ور سره واخلي، نو پولیس بیروبار کمولو لپاره اړ شول هغه له ځان سره حوزې ته بوځي.
د رضا پرستش او لیونل میسي د څېرې د ورته والي اوازې څو میاشتې وړاندې خپرې شوې چې د رضا پلار د بارسلونا لوبډلې له ۱۰ نمبر کمیس سره د هغه عکسونه خپاره کړل.
۲۵ کلن رضا تر هغه وروسته خپل ويښتان او سټایل هم د ارجنټایني لیونل میسي په څېر جوړ کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، خلک اوس ما ایرانی میسي بولي او غواړي ټول کارونه یې تقلید کړم.
دی وايي، کله چې چېرته ځم نو خلک زما په لیدو ډېر حیرانېږي" او دا چې خلک زما په لیدو خوشالېږي، په دغه کار زه هم خوشحالېږم او په ټوله کې دغه څه ماته انرژي راکوي."
درې کاله وړاندې د افغانستان هرات ولایت کې هم یوه افغان چې میسي ته ډېر ورته دی د خلکو او رسنیو پام ځان ته ورواړوه. عبدالکریم په ۱۹۸۷ کال د افغانستان لوېديځ هرات ولایت کې زېږېدلی، خو د میسي او عبدالکریم د زوکړې میاشت هم یوه ده.

د عکس سرچینه، GH
عبدالکریم د هرات ښار یه یوه لومړني ښوونځي کې د جغرافیې استاد دی.
د دغه ښوونځي هېڅ یو زده کوونکی یا ښوونکی د هغه د کورنۍ نوم نه پېژني، خو ښوونځي ته د هغه د ورتګ له لومړۍ ورځې راهیسې ټول هغه 'استاد میسي' بولي.
ایران کې له ښاغلي پرستشه بیا ډېرو رسنیو د مرکو غوښتنه هم کړې او ان د موډل په توګه یې قرارداد هم لاسلیک کړی دی.
هغه ویلي، د موډل په توګه د ورکول کېدونکي رول د ښه ترسراوي لپاره غواړي د فوټبال توپ د لوبونې څو په زړه پورې چلونه زده کړي.








