اېلان مسک: سپېس‌اېکس د اوکرایین انټرنېټ تامینولو ته دوام ورکوي

A woman on her mobile phone near wreckage in Ukraine

د عکس سرچینه، Reuters

اېلان مسک وايي، توغندیز سپېس‌اېکس شرکت به یې اوکرایین کې د سټارلېنک انټرنېټي خدمتونو مالي تامینولو ته دوام ورکړي. نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کړې چې ویلي یې وو، دا کار نور نه شي کولی.

هغه پر ټویټر یوه پیغام کې لیکلي: "دوزخ... ان که سټارلېنک هم د پیسو لګولو کې په تاوان روان دی او نور شرکتونه له مالیو میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي، موږ یوازې د اوکرایین د دولت د مالي تامین لپاره په وړیا توګه دوام ورکوو".

سټارلېنک د اوکرایین د پوځ او خلکو لپاره انلاین پاتې کېدو کې حیاتي رول لوبولی.

اوکرایین وايي، د روسیې له بریدونو وروسته دې کار د زېربناوو بېرته رغولو کې مهم رول لوبولی دی.

د انرژۍ بنسټونه یې د هغو تاسیساتو برخه وه چې په دې اونۍ کې تر ۱۰۰ ډېر روسي توغندي پرې وتوغول شول.

سټارلېنک د ځمکې په ټیټ مدار او ځمکنیو اډو کې له زرګونو مصنوعي سپوږمکیو جوړ دی.‌

د امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخې، تېره میاشت د ټېسلا شرکت مشر او د نړۍ تر ټولو شتمن اېلان مسک له پنټاګون نه وغوښتل چې دده پر ځای یې د سټارلېنک پروګرام مالي ملاتړ وکړي.

Elon Musk

د عکس سرچینه، Getty Images

‌د تېرې جمعې په ورځ هغه پر ټویټر لیکلي وو: "سپېس‌اېکس د تېرو لګښتونو د جبرانولو غوښتنه نه کوي، خو همداشان اوسنی سیستم له مالي پلوه په نامحدود ډول تامینوي". دې حرکت پراخ غبرګونونه راوپارول.

وړاندې ښاغلي مسک په دې غوښتنه د کېیف غوسه راوپاروله چې ګنې اوکرایین دې روسیې ته له خپلې خاورې تېر شي.

د مسک په وینا، د سټارلېنک پروګرام ساتنه هره میاشت ۲۰ میلیون ډالر (۱۸ میلیون پونډه) لګښت لري. هغه وروستیو کې ویلي وو سېپس‌اېکس شرکت تر اوسه اوکرایین ته د انټرنېټ پر ورکولو ۸۰ میلیون ډالر لګولي دي.

هغه پر ټویټر لیکلي: "پر اضافي اډو سربېره، باید موږ د مصنوعي سپوږمکیو پر نوي کولو او ځمکنیو اډو ساتلو هم پانګونه وکړو".

"موږ باید د الکترونیکي بریدونو او اړ و دوړ جوړولو پرضد- چې ورځ‌ تر بلې ډېرېږي، خپله دفاع ټینګه کړې وای."

د اوکرایین مرستیال لومړي زویر میخایلو فیدروف له مسک سره د ترینګلتیا کمولو کې مهم رول لوبولی او پر ټویټر یې لیکلي چې میلیاردر "په نړۍ کې د اکرایین د خاصو لویو ملاتړو له ډلې دی".

هغه لیکلي وو: "سټارلینک زموږ د حیاتي زېربناوو یوه مهمه برخه ده."

A Starlink terminal seen providing Kharkiv, Ukraine, with internet last month

د عکس سرچینه، Getty Images

د روانې میاشتې لومړیو کې، ښاغلي مسک پر ټویټر یو وړاندیز کړی و چې ګنې اوکرایین باید له روسیې سره د کریمیا یوځای کول ومني او د اوکرایین په ځینو هغو سیمو کې چې مسکو برید پرې کړی، ټولپوښتنې ته اجازه ورکړي.‌

کرملین د ده دې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی و.‌

خو په جرمني کې د اوکرایین مستعفي سفیر اندري ملنیک په یوه ټویټ کې ښاغلي مسک ته په خطاب کې ولیکل چې خپله لار دې وهه.

د جمعې په ورځ د سفیر د خبرو غبرګون کې ښاغلي مسک وویل: "موږ یوازې د هغه سپارښتنې تعقیبوو."

مسکو په وروستیو کې تر یوې ټولپوښتنې وروسته اعلان وکړ چې د اوکرایین څلور سیمې یې خپلې کړې دي، خو کېیف او لوېدیځو ملګرو یې دا نظرپوښتنه وغندله. روسیه له دغو څلورو سیمو پر یوه هم بشپړ واک نه لري.

ښاغلي مسک نړۍ ته دا وړاندیز هم کړی چې کریمیا "په رسمیت" وپېژني. روسیې کریمیا په ۲۰۱۴ کال په ناقانونه توګه د خپلې خاورې برخه اعلان کړه.‌

روانه اونۍ، مسک دا رد کړه چې ګنې پر ټویټر یې تر نظرپوښتنې خپرولو وړاندې د روسیې له ولسمشر سره غږېدلی.