سټارلېنک څه شی دی او اېلان مسک ولې فضا ته زرګونه سپوږمکۍ استوي؟

د عکس سرچینه، Starlink
د نړۍ د تر ټولو شتمن کس اېلان مسک 'سپېس اېکس' کمپنۍ د ځمکې مدار ته زرګونه سپوږمکۍ استوي.
ګنو خلکو ویلي چې دا سپوږمکۍ یې اسمان کې کتلې دي.
دا د 'سټارلېنک' پروژې برخه ده چې د نړۍ لرې پرتو سیمو ته له فضا نه د چټکو انټرنېټي خدماتو لپاره پیل شوې.
سټارلېنک څه شی دی او څنګه کار کوي؟
سټارلېنک د سپوږمکیو د یوې پراخې شبکې له لارې انټرنیټي خدمات برابروي.
هدف یې د نړۍ لرې پرتو او کلیوالي سیمو کې هغو خلکو ته د چټک انټرنېټ رسول دي چې دغو خدماتو ته لاسرسی نه لري.
په پورتسماوت پوهنتون کې د فضايي پروژو مدیر 'ډاکتر لوسیندا کېنګ' وايي "بریتانیا کې هم ځینې خلک دې ډلبندۍ کې شامل دي. خو نوره نړۍ کې ډېر دي، لکه د افریقا په څېر ځایونو کې."
د سټارلېنک سپوږمکۍ د مدار په ټیټه برخه کې ځای پر ځای کېږي چې له ځمکې سره یې انټرنېټي تړښت د امکان تر حده چټک وي.
دا چې دا سپومکۍ ټیټ مدار کې ځای پر ځای کېږي نو شمېر یې باید ډېر شي چې ټوله کره تر پوښښ لاندې راوستی شي.
فکر کېږي چې سټارلېنک به له ۲۰۱۸ کال راهیسې په دې لړ کې مدار ته شاوخوا ۳۰۰۰ سپوږمکۍ استولې وي.
کرېس هال وایي دا شمېر ښایي ۱۰ یا ۱۲ زرو ته ورسېږي.
هغه زیاتوي "د سپوږمکیو کارول دښتو او غرونو کې لرې پرتو سیمو ته د انټرنېټ رسولو پر وړاندې پرته ستونزه حل کوي. دا دغو سیمو ته د انټرنېټ رسېدو لپاره د مزو او ستنو غځولو په څېر د پراخو زېربناو اړتیا هم لمنځه وړي."
سټارلېنک بیه څومره ده او څوک ترې ګټه اخیستی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د سټارلېنک خدمات د انټرنېټ د نورو معیاري وړاندې کوونکو پرتله ارزان نه دي.
دا له پېرېدونکو د میاشتې ۹۹ ډالر (بریتانیا کې ۸۹ پونډ) فیس اخلي.
سپوږمکۍ سره د اړیکې کاسه او روټر یې هم ۵۴۹ ډالر قیمت لري.
بریتانیا کې وار له مه مخه ۹۶ سلنه کورونه چټکو انټرنیټي خدمات ته لاسرسی لري.
د اروپايي ټولنې غړو او امریکا کې دا کچه ۹۰ سلنه ده.
سټارلېنک وايي خدمات یې دمګړۍ د نړۍ ۳۶ هېوادونو کې ۴۰۰ زره پېرېدونکي لري، چې ډېر یې په شمالي امریکا، اروپا او اسټرالیا کې دي.
په دوی کې کورونه او شرکتونه دواړه شامل دي.
سټارلېنک پام کې لري چې راتلونکی کال افریقا، سویلي امریکا او اسیا کې چې انټرنیټي پوښښ پکې کمزوری دی، خپل شبکه لا پراخه کړي.
کرېس هال وایي "افریقا کې ښایي ډېرو کورونو لپاره د سټارلېنک بیې ګرانې وي، خو هلته د لرې پرتو روغتونو او ښوونځو نښلولو کې مهم رول لوبولی شي."
د اوکرایین قضیه کې یې څه مرسته کړې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
روسي ځواکونو اوکرایین کې تر پرمختګ وروسته انټرنیټي خدمات درولي او هڅه یې کړې چې خواله رسنۍ بندې کړي.
اېلان مسک د روسیې له یرغل سملاسي وروسته په اوکرایین کې د سټارلېنک خدمات برابر کړل.
تر اوسه دې هېواد ته د دغه سیستم له ۱۵ زرو ډېرې کاسې روټرونه لېږدول شوي.
کرېس هال وايي "سټارلېنک د حکومت او عامه خدماتو په څېر چارې ژوندۍ ساتلي. روسانو تر اوسه د دغو خدماتو د بندولو لاره چاره نه ده موندلې."
له دغو انټرنیټي خدماتو د جګړې ډګر کې هم ګټه اخیستل کېږي.
د لندن کېنګز کالج کې د دفاعي مطالعاتو څېړونکې ډاکتره مارینا مېرون وایي "اوکراییني ځواکونه یې د ارتباط لپاره کاروي. د بېلګې په توګه د مرکزونو او د جګړې ډګر کې د سرتېرو ترمنځ."
نوموړې زیاتوي "د دې سېګنالونه د عادي راډیويي سېګنالونو په څېر نشي جام کېدلی. او د سیستم لګول یې ۱۵ دقیقې وخت اخلي."
سیالۍ او زیانونه یې

د عکس سرچینه، Getty Images
پر سټارلېنک سربېره د ون وېب او ویاسات په څېر د هغه سیال شرکتونه هم د سپوږمکۍ له لارې انټرنیټي خدمات وړاندې کوي.
دوی هم د ځمکې د مدار لاندنۍ برخې ته زرګونه سپوږمکۍ استولې.
ډاکتر سید مستشعار وايي "دا به ستونزې وزېږوي." دا کار د فضايي ټکر خوندیتوب کرار کرار لمنځه وړي.
دا سپوږمکۍ په خپلو او نورو فضايي اجسامو سره ټکرېدای او ځمکې ته راپرېوتی شي.
دغو سپوږمکیو د هغو ستورمزلو شکایتونه هم راپورته کړي چې د نورو سیارو په لټون او په دې اړه په څېړنو بوخت دي."









