د اولمپیک هغه اتل چې ماشومتوب کې بریتانیا ته قاچاقي وړل شوی

مو فرح د ۱۰۰۰ او ۵۰۰۰ ځغاستې سیالیو کې جایزې ګټلې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مو فرح د ۱۰۰۰ او ۵۰۰۰ ځغاستې سیالیو کې جایزې ګټلې دي
    • Author, اشیتا نګیش
    • دنده, د ټولنیزو چارو خبریاله - بي بي سي

د بريتانيا د اولمپيک ستوری سر محمد فرح وايي، ماشومتوب کې په ناقانونه توګه بریتانيا ته رالېږدول شوی او په زور یوه کور کې د مزدور په توګه کار کولو ته اړ کړی شوی و.

ښاغلي فرح بي بي سي ته وویل، ده ته د محمد فرح نوم د هغو کسانو له خوا ورکړل شوی چې له جیبوټي یې بریتانیا ته لېږدولی خو اصلي نوم یې حسین عبدي كاهين دی.

د نوموړي په وينا، کله چې نهه کلن و، يوې ښځې چې ده کله نه وه ليدلې په ناقانونه توګه د ختيځې افريقا له دغه هېواده بريتانيا ته وېوړ او بيا بریتانيا کې د يوې کورنۍ د ماشومانو پالنې ته اړ شو.

دغه بریتانوی اتل وايي: "دا حقیقت مې څو کلونه سینه کې پټ ساتلی و".

اوږده واټن کې د ځغاستې دغه ستوري له دې مخکې ویلي و، چې له خپل مور او پلار سره له سومالیا د کډوال په توګه انګلستان ته راغلی دی.

خو د بي بي سي مستند فلم کې چې د چارشنبه پر ورځ خپور شو، هغه وویل چې مور او پلار یې هیڅکله انګلستان ته نه وو راغلي.

د هغه مور او دوه وروڼه سومالیا کې ژوند کوي.

Sir Mo Farah holding a passport photo of himself when he was a teenager

پلار یې عبدي په سومالیا کې د کورنۍ جګړې پر مهال په ډزو ووژل شو. محمد فرح هغه مهال څلور کلن و.

نوموړی وايي، شاوخوا اته یا نهه کلن و چې د یوې میرمنې لخوا انګلستان ته راوړل شو او هغه یې هیڅکله نه و لیدلې او هیڅ تړاو یې ورسره نه درلود.

قاچاق کوونکې مېرمنې هغه ته ویلي وو چې اروپا ته یې وړي او هلته به د دې خپلوانو سره اوسېږي.

د ښاغلي فرح په وینا، هغه په دې خبره ډیر "خوښ" شو.

نوموړی وايي: "تر دې مخکې کله په الوتکه کې نه وم تللی."

ښځې ورته ویلي و، چې خپل نوم باید محمد وښيي.

نوموړي وويل: "دې ښځې زما جعلي سفري اسناد چمتو کړي وو، چې په هغه کې زما د عکس مخې ته زما نوم محمد فرح ليکل شوى و."

کله چې هغه بریتانیې ته ورسید، میرمن یې هغه د لندن په هانسلو سیمه کې خپل کور ته یوړ او له سرمو څخه یې د کاغذ هغه ټوټه واخیستله چې د هغه د خپلوانو ادرس پکې و.

یوې سومالیایۍ ښځې لندن کې مو له خپلې مور عایشې سره څو کاله وروسته یوځای کړ
د عکس تشریح، یوې سومالیایۍ ښځې لندن کې مو له خپلې مور عایشې سره څو کاله وروسته یوځای کړ

د هغه په وينا، زما په مخ کې يې کاغذ څېرې کړ او خځلو کې یې واچاوه. نوموړی وايي، همدغه وخت پوه شوم چې ستونزې سره مخ یم.

محمد فرح وايي، د خوراک او څښاک لپاره اړ و چې د کور کارونه او د ماشومانو ساتنه وکړي.

نوموړی وايي: "یادې ښځې ورته وویل، که غواړې چې بیا له خپلې کورنۍ سره وویني، چپ شه. "

هغه وايي: "ما به ډېر ځان په تشناب کې بنداوه او ژړل به مې."

هغه په لومړیو څو کلونو کې اجازه پیدا کړه چې ښوونځي ته لاړ شي، او په ۱۲ کلن کې کالج ته لاړ.

دی هلته د کډوال په نوم معرفي شوی و.

د ځغاستې دغه اتل وايي سپورت د هغه لپاره د ژوند هغه لار وه چې له دې ټولو کړاونو یې رایستلی شو.

له ۱۴ کلنۍ وروسته د هغه نیمکرغي پیل شوه او د بریتانیا د المپیک په اسمان کې لوی ستوری شو.

یوه جعلي وثیقه چې د محمد فرح نوم د مو له انځور سره لیکل شوی
د عکس تشریح، یوه جعلي وثیقه چې د محمد فرح نوم د مو له انځور سره لیکل شوی

دی وايي، د خپل ژوند کیسه یې ځکه وکړه چې د غلامۍ او قاچاقو په اړه عامه سوچ وننګوي.

سرمو وویل: "زه نه پوهیدم څه چې پر ما تېر شوي په ډېرو نورکسانو هم همدا ډول حالت تېر شوی دی. او دا ښيي چې زه څومره نېکمرغه یم."

"هغه څه چې واقعا زه یې وژغورلم، او ما نه یې بیل کس جوړ کړ، هغه دا و چې زه وتښتېدم."

هغه ښځه چې دی یې لندن ته را قاچاق کړی له بي بي سي سره خبرو ته حاضره نه شوه.