د جېمز وېب ټېلېسکوپ لومړی رنګه عکس؛ جو بایډن هم پرې تبصره کړې

Images

د عکس سرچینه، NASA/ESA/CSA/STScI

د عکس تشریح، په عکس کې سرې لیندۍ د کائنات پیل کې له کهکشانونو رڼا تعقیبوي

د جېمز وېب په نامه د ناسا د نوي فضايي ټېلېسکوپ په وسیله د کائنات لومړی بشپړ رنګه اخیستل شوی عکس خپور شو - او ناهیلې کوونکی نه دی.

په دغه عکس کې چې ویل کېږي تر دې دمه د کائنات تر ټولو بشپړه، مفصله او دقیقه انفرارېډ منظره ده، د کهکشانونو هغه نور یا رڼا راخیستل شوې چې موږ ته را رسېدلو یې میلیاردونه کاله وخت اخیستی.

دا عکس د امریکا ولسمشر جو بایډن ته هم د سپینې ماڼۍ یوې غونډه کې ښودل شوی او هغه پرې تبصره هم کړې ده.

ټاکلې د جېمز وېب په وسیله نور نوي اخیستل شوي عکسونه ناسا لخوا سې شنبه د یو نړیوال پرزېنټېشن پر مهال خپاره شي.

ولسمشر جو بایډن ویلي "دغه عکسونه به نړۍ ته دا ور په زړه کړي چې امریکا ستر کارونه کولی شي،‌ او د امریکا خلکو - په ځانګړې توګه زموږ ماشومانو ته دا یادونه کوي چې هېڅ کار زموږ له وړتیا پورته نه دی."

هغه زیاته کړه "موږ داسې احتمالات کتلی شو چې تر دې وړاندې هېچا نه دي کتلي.‌ موږ داسې ځایونو ته ورتلی شو چې مخکې هېڅوک نه دي ورغلي."

President Biden

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، بایډن د وېب لخوا د کهکشانونو د رنګه عکس اخیستل ستایلي

د لس میلیارد ډالرو ارزښت درلودونکی جېمز وېب فضايي ټېلېسکوپ د تېر کال د ډسمبر پر ۲۵مه فضا ته وتوغول شو.

دغه ټېلېسکوپ ته د هابل فضایي ټلېسکوپ د ځایناستي په سترګه کتل کېږي.

جېمز وېب به د کائنات هر اړخېزه څېړنه کوي خو اصلآ دوه عمده اهداف لري.

لومړی دا چې لېرې ستورو او سیارو کې د ژوند امکانات وپلټي، او بله دا چې ۱۳ نیم میلیارد کلونو وړاندې کائنات کې د لومړيو ځلېدلو ستورو عکسونه واخلي.

د امریکا ولسمشر ته ښودل شوی عکس د جېمز وېب دویم هدف ترلاسه کولو کې د هغه وړتیا ښیي.

د ناسا مدیر بېل نېلسون وایي "د نور چټکتیا یوه ثانیه کې ۱۸۶ زره میله ده.‌ او هغه رڼا چې تاسې یې له هغو کوچنیو داغونو پر یوه وینئ، له څه باندې ۱۳ میلیارد کلونو راهیسې سفر کوي."

هابل د داسې پایلو ترلاسه کولو لپاره اړ و چې څو اوونۍ اسمان ته ځیر پاتې شي. خو وېب خپل ډېر ژور اهداف له دولس نیم ساعته څېړنې وروسته تشخیص کړل.

Webb artwork

د عکس سرچینه، NASA

ناسا او نړیوال ملګري به یې یعنې د اروپا او کاناډا فضایي اژانسونه، د وېب لخوا نور اخیستل شوي رنګه عکسونه د سې شنبې پر ورځ خپاره کړي.

په دې لړ کې به بحث د دغه ټېلېسکوپ پر بل عمده هدف هم چې زموږ له شمسی نظامه بهر د نورو سیارو مطالعه ده، متمرکز وي.

وېب تر دې دمه د WASP-96 b په نوم د یوه ستر ستوري چې له ځمکې تر ۱۰۰۰ ډېر نوري کاله واټن لري، اتموسفیر څېړلی.

دا به موږ ته د دغه اتموسفیر د کیمیا په اړه مالومات راکړي.

ټوله هیله دا ده چې وېب به یوه ورځ داسې ستوری هم ومومي چې فضا یې زموږ د ځمکې په څېر ګازونه ولري.‌

د ناسا ساینسپوهان وېب ته د ورکړل شویو اهدافو ترلاسه کېدو لپاره د هغه پر وړتیا باورمن دي.