اپل شرکت د ایفون ۱۳ تولید محدودوي; له امله یې د اپل د ونډو بیې ټېټې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ونډو په مارکیټ کې پرون سې شنبه (د اکتوبر ۱۲مه) د اپل شرکت د ونډو بیې وروسته له هغه ولوېدې چې رپوټونو کې وویل شول چې دا شرکت ښايي په نړۍ کې د کمپوټري چېپونو د کمښت له امله د ایفون ۱۳ تولید محدود کړي.
په رپوټونو کې ویل شوي وو چې د اپل شرکت به د ۲۰۲۱ کال په وروستیو دریو میاشتو کې ۹۰ میلیونه ایفون ۱۳ تولید کړي خو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې اوس به د ۹۰ میلیونو پرځای ښايي ۸۰ میلیونه ایفون ۱۳ تولید شي.
د دې خبر له خپریدو وروسته د ونډو په مارکیټ کې د اپل د ونډو بیې یو اعشاریه دوه سلنه ولوېدې.
اپل شرکیت په تېر سپتمبر میاشت کې د ایفون ۱۳ څلور نوې ماډلونه یا بڼې ایفون ۱۳، ایفون ۱۳ میني، ایفون ۱۳پرو او ایفون ۱۳ پرومکس مارکیټ ته وړاندې کړل او خلک وتوانیدل چې د ایفون ۱۳ ټول ماډلونه د سپتمبر له ۱۷ نېټې وروسته ترلاسه کړي.
اپل شرکت چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کمپوتري چېپونه اخلي اوس مهال یې د ځیرکو ټېلفونونو تولید د کمپوټري چېپونو د کمښت له امله تر ټولو ډېر اغیزمن شوی دی.
د تېر جولای په میاشت کې د اپل شرکت اجراییوي مشر ټیم کوک خبرداری ورکړی و چې ښايي د ایفون او ایپډ پلور اغیزمن شي.
د موټر جوړولو او کمپوتري کمپونو کمپنۍ هم د کمپوټري چېپونو د کمښت له امله اغیزمن شوي دي.
دغه راز د میلیونونو هغو وسایلو تولید هم اغیزمن شوی چې پر کمپوټري چېپونو تکیه کوي.
د ایفون ۱۳ ځانګړتیاوې
په ایفون ۱۳ ماډل کې ډېری نوې ځانګړتیاوې یا فیچرونه د دې تیلیفون کامرې پورې اړوند دي.
د بېلګې په توګه کله چې په دې ټېلېفون ویډیو ثبتېږي، کامره یې کولی شي فریم ته د یو نوي کس رادننه کېدل حس کړي او په دې توګه فوکس هماغه کس ته واړوي.
خو که عکس یا ویډیو اخیستونکی وغواړي چې وروسته فوکس بېرته بل چا ته واړوي نو اېډېټ کولی یې شي.
له دې پرته نوی 'ایفون ۱۳' تر ډېره هماغه پخوانۍ ځانګړتیاوې لري چې په تېرو ماډلونو کې لیدل شوې دي.
د نوي 'ایفون ۱۳' نورې ځانګړتیاوې دا دي چې ښیښه یا سکرین یې د تېرو ماډلونو پرتله ډېر روښانه یا صاف دی.

د عکس سرچینه، Apple
همدا راز د دې نوي ماډل بطترۍ هم د تېرو هغو پرتله دوه نیم ساعته ډېره چلېږي.
د دې نوي ماډل مېموري یا زېرمه به هم لږ تر لږه ۵۰۰ جي بي وي، حال دا چې تېرو ایفونو کې ۶۴ یا ۱۲۸ جي بي مېموري راتلې.
دا په داسې حال کې ده چې خلک نن سبا د پخوا پرتله پر ټېلېفونونو کمې پېسې لګوي او خپل پخواني ماډل ټېلېفونونه تر ډېره ساتي.










