اپل شرکت 'ایفون ۱۳' بازار ته وړاندې کړ

د عکس سرچینه، Apple
د اپل تنکالوژۍ شرکت د ایفون ځیرکو تیلیفونونو وروستی ماډل 'ایفون ۱۳' بازار ته وړاندې کړ. په دې ماډل کې ډېری نوې ځانګړتیاوې یا فیچرونه د دې تیلیفون کامرې پورې اړوند دي.
د بېلګې په توګه کله چې په دې تیلیفون ویډیو ثبتېږي، کامره یې کولی شي فریم ته د یو نوي کس رادننه کېدل حس کړي او په دې توګه فوکس هماغه کس ته واړوي.
خو که عکس یا ویډیو اخیستونکی وغواړي چې وروسته فوکس بېرته بل چا ته واړوي نو اېډېټ کولی یې شي.
خو له دې پرته نوی 'ایفون ۱۳' تر ډېره هماغه پخوانۍ ځانګړتیاوې لري چې په تېرو ماډلونو کې لیدل شوې دي.
د ایفون نوی ماډل داسې مهال بازار ته راووځي چې د اپل شرکت له تازه ناندریو سره مخ دی.
په دې وروستیو کې د دوی په امنیتي سیستم کې د یوې ستونزې له کبله د ځینو کسانو د پیغامونو د افشا کېدو وېره پیدا شوې.
هکرانو کولی شوای چې د اپل تولیداتو کاروونکو ته د پیغام له لارې وېروس ولېږي او په دې توګه د دوی پیغامونه یا مسجونه ولولي.
خو اپل شرکت د دوشنبې پر ورځې خپل سافټوئر تازه کړی او د دې ستونزې مخه یې نیولې ده.
د نوي 'ایفون ۱۳' نورې ځانګړتیاوې دا دي چې ښیښه یا سکرین یې د تېرو ماډلونو پرتله ډېر روښانه یا صاف دی.
همدا راز د دې نوي ماډل بټرۍ هم د تېرو هغو پرتله دوه نیم ساعته ډېره چلېږي.
د دې نوي ماډل مېموري یا زېرمه به هم لږ تر لږه ۵۰۰ جي بي وي، حال دا چې تېرو ایفونو کې ۶۴ یا ۱۲۸ جي بي مېموري هم راتله.
نوی ایفون په داسې حال کې بازار ته راځي چې خلک نن سبا د پخوا پرتله پر تیلیفونونو کمې پیسې لګوي او خپل پخواني ماډل تیلیفونونه تر ډېره ساتي.










