امریکا د حافظې زوال مخنیوي لپاره نوي درمل تایید کړل

په امریکا کې تنظیموونکو اړخونو له ۲۰ کلونو راهیسې لومړی ځل د الزایمر یا د حافظې د زوال ناروغۍ له لومړنۍ درملنې سره موافقه ښودلې چې دا چاره به بریتانیا کې هم کارېدو ته لار هواره کړي.
د 'اډوکانوماب' Aducanumab په نامه درمل د الزایمر ناروغۍ اصلي لامل ګڼل کېږي، چې همدا د ډیمینشیا (هېرېدو ناروغۍ) لوی لامل دی.
د الزایمر ناروغۍ اړوند خیریه ټولنو د دې کار هرکلی کړی دی.
خو پوهان یې د تجربې د احتمالي اغېزو او پرې د بشپړ باور په اړه سره وېشلي دي.
که دا درمل په بریتانیا کې تایید شي، ښايي د الزایمر څه کم سل زره ناروغان ګټه ترې واخلي.
د امریکا د خوړو او درملو ادارې ویلي، داسې قوي ثبوت شته چې ګنې اډوکانوماب به په دماغ کې د امیلیویډ بیټا وبا کمه کړي.
لانجمنې تجربې

د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې، د اډوکانوماب په اړه وروستۍ نړیوالې تجربې ودرول شوې، چې هغه مهال پر شاوخوا ۳۰۰۰ ناروغانو دا درمل ازمویل شوي وو.
هغه مهال ویل شوي وو، دا درمل چې د محلول په بڼه هره میاشت ناروغ ته ورکول کېږي، د وهمي درملو پرتله د حافظې او تفکیر د ستونزو ځنډولو کې چندان غوره درمل نه دي.
د همدې کال په وروستیو کې، امریکايي بیوجین شرکت لا نورې څېړنې وکړې چې په وینا یې که ناروغ ته لوړ ډوز ورکړل شي، دا درمل بریالي دي.
"سم لوري ته تګ"

الډو سیریسا چې په ازمویل شویو کسانو کې و، په لومړي ځل ۱۰ کاله وړاندې د کیڼې او ښۍ خوا د توپیر ستونزه حس کړه.
د هغه د ناروغۍ تر تشخیص وروسته، دا ۶۸ کلن بوډا چې د ګلاسکو اوسېدونکی و، اړ شو چې د ډاکټر په توګه خپله دنده پرېږدي.
سیریسا دوه کاله اډوکانوماب درمل وخوړل، بیا پرې ودرول شول، وروسته د یوې بلې تجربې په تمه- چې د لندن د اعصابو د جراحۍ ملي روغتون کې ترسره کېده- اوږده موده په انتظار و.
سیریسا وویل "زه په رضاکارانه کار ډېر خوښ یم".
ده وویل "زه رښتیا هم له دې سفر ډېر خوند اخلم".
سیریسا قناعت وکړ چې درملو ګټه ورته رسولې ده.
ده وویل "که څه هم تشویش لرم، خو داسې انګېرم چې ګنې وارخطا نه یم".
ده زیاته کړه "اوس لا ډېر باوري شوی یم".
سیریسا وویل کورنۍ یې هم د ده د حالت ښه کېدل احساس کړل.
ده وویل: "مخکې به مې چې کوم شی را په زړه کول، هېڅ مې ذهن ته نه راتلل چې پخلنځي کې کوم څه چېرې ومومم".
ده وویل "اوس د پخوا په څېر ستونزه کمه ده".
"خو هغه حد ته نه یم رسېدلی لکه اول چې وم، مګر پر سم لوري روان یم".
اټکل دی چې په ټوله نړۍ کې تر ۳۰ میلیونو ډېر وګړي الزایمر ناروغي لري چې د ډېری عمر یې تر ۶۵ کلونو لوړ دی.
په بریتانیا کې په دې ناروغۍ د ۵۰۰ زره اخته کسانو په اړه ویلی شو چې ډېری یې په ۶۰ یا ۷۰ کلنۍ او یا د ناروغۍ په لومړي پړاو کې د "اډوکانوماب" درملو خوړلو جوګه دي.

په تېره لسیزه کې د الزایمر ناروغۍ احتمالي درملو تر ۱۰۰ ډېرې هڅې بې ګټې ثابتې شوې.
د لندن په یونیورسټي کالج کې د اعصاب پوهنې استاد پروفیسر جان هارډي وايي "باید موږ په صراحت ووایو چې دا درمل حاشیوي ګټې لري، یوازې له هغو ناروغانو سره مرسته کولی شي چې ډېرې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري".
"لویه تېروتنه"
د لندن په یونیورسټي کالج کې د زړبودۍ روان پوهنې استاد پروفیسر رابرټ هوارډ بیا وايي چې د دغو درملو تاییدول "لویه تېروتنه" ده او امکان شته چې د یوې لسیزې لپاره د ذهني ګډوډۍ یا اغتشاش په تړاو د فعالې درملنې موندلو په موخه روانې څېړنې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.
د الزایمر ناروغۍ اړوند یوې ټولنې ویلي دا درمل د الزایمر ناروغۍ د نوې درملنې د لارې سر دی.











