جاپان لرګینه فضايي سپوږمکۍ جوړوي

جاپان تر ۲۰۲۳ کاله د لرګینې مصنوعي سپوږمکۍ جوړولو پلان لري

د عکس سرچینه، SUMITOMO FORESTRY

د عکس تشریح، جاپان تر ۲۰۲۳ کاله د لرګینې مصنوعي سپوږمکۍ جوړولو پلان لري
    • Author, جسټین هارپر
    • دنده, د بي بي سي سوداګریز خبریال

جاپان وايي پخپله لومړنۍ تجربه کې به تر ۲۰۲۳ کاله یوه لرګینه مصنوعي سپوږمکۍ جوړه کړي.

سومیتومو فورسټري شرکت د جاپان له کیوتتو پوهنتون په همکارۍ اوس په تر ټولو قوي لرګي تجربې ترسره کوي چې پخپله دې ازموینه کې یې وکاروي.

وايي دا لرګی به د تودوخې لوړې درجې او د لمر سوځنده وړانګو زغم ولرلی شي.

د سومیتومو شرکت ویاند بي بي سي ته وویل، دا کارېدونکی لرګی به د څېړنې وړ "پټ راز" وي.

فضا ته د بېلابېلو هېوادونو د سپوږمکیو او ګڼې ګوڼې ډېرېدو سره د خځلو او کثافاتو ډېرېدو لویه ستونزه رامنځ ته کړې ده.

لرګینې فضايي سپوږمکۍ په فضا کې پرته له دې چې فضا کې پاتې شوني پرېږدي یا یې خځلې ځمکې ته راولوېږي، سوځي.

د کیوتو پوهنتون استاد او د جاپان ستورمزلی تاکاو دوی وايي: "پر دې حقیقت ډېر اندېښمن یو چې ټولې مصنوعي سپوږمکۍ چې فضا ته ننوځي، سوځي او هغه المونیم پاتې شوني پرېږدي چې کلونه کلونه د فضا پاسنۍ برخه کې پاتې کېږي. په پای کې دا پر چاپېریال او ځمکه هم اغېز کوي".

تاکاو بي بي سي ته وویل: "په راتلونکي پړاو کې به موږ له عملي کار مخکې د مصنوعي سپوږمکۍ انجینري نمونه جوړه کړو".

فضا کې کثافات

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې پر ځمکه د فضايي بېړیو د پاتې شونو رالوېدل ځمکې ته لوی خطر پېښولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهانو خبرداری ورکړی چې پر ځمکه د فضايي بېړیو د پاتې شونو رالوېدل ځمکې ته لوی خطر پېښولی شي

کارپوهانو فضا ته د ډېرو مصنوعي سپوږمکیو استول کېدو او د هغو فضايي بېړیو د پاتې شونو په اړه اندېښنه ښودلې چې ځمکې ته رالوېږي.

د مخابراتو، تلوېزیوني پوښښ، ماڼوګرۍ او د هوا د وړاندوېینې په ګډون موخو لپاره د مصنوعي سپوږمکیو کارول په ډېرېدو دي.

د فضايي چارو کارپوهان او څېړونکي د فضايي نیواک له کبله د کثافاتو کمېدو یا بیخي ځان ترې خلاصولو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د نړیوال اقتصادي مجمع له مخې، تر ځمکې شاوخوا کابو شپږ زره مصنوعي سپوږمکۍ چورلېږي، خو ۶۰ سلنه یې فضايي خځلې (کثافات) دي.

د یوروکونسلټ څېړنیز شرکت د اټکل له مخې، په راتلونکې یوه لسیزه کې به هر کال فضا ته ۹۹۰ مصنوعي سپوږمکۍ وتوغولې شي، په دې مانا چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به د ځمکې شاوخوا ۱۵ زره مصنوعي سپوږمکۍ راتاوېږي.

"سپېس اېکس" شرکت لا له وړاندې تر ۹۰۰ ډېرې "سټارلېنک" ډوله مصنوعي سپوږمکۍ توغولي او د زرګونو نورو توغولو هوډ هم لري.

د فضايي خځلو د خوځښت چټکتیا په یوه ګړۍ کې تر ۲۲٫۳۰۰ میله ډېره ده، نو که پر هر ډول څیز ولګېږي، ډېر زیات زیان ورته اړولی شي، لکه په ۲۰۰۶ کال کې چې د خځلو یوه ټولګه پر نړیواله فضايي اډه ولګېده او له ټینګې شوې کړکۍ یې په زور یو چيپ ویوست.