ایا لابراتوار کې جوړې شوې "د تي شیدې" به بازار کې عامې شي؟

ماشوم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټره شینکر وايي: "د انسان شیدې د ګوتنښې په شان دي، چې په کمسارې توګه د مور او ماشوم غذايي رژيم مشخصوي.''
    • Author, سندرین لنګومبو
    • دنده, بي بي سي نړیوال سروېس

که تاسو ماشومان لرئ، یا یې د لرلو لېوال یاست، احتمالاً تاسو ته ویل کېږي چې "د مور شیدې تر ټولو غوره دي"، خو هغه میندې چې شیدې نه لري او هغه ماشومان چې د مور د تي شیدې ونه څښي، څه ورپېښېږي؟

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د مور د تي شیدې ماشومانو ته غوره غذا او انرژي ده، د میکروبونو او وېروسونو پر وړاندې د دوی معافیتي سیستم پیاوړی کوي او د چاغښت د خطر کمولو کې مرسته ورسره کوي او هوښ‌کچه یا IQ یې په ژوند کې وروسته بالقوه تقویه کوي.

هغه میندې چې ماشوم ته شیدې نه لري یا نه غواړي ماشوم ته خپلې شیدې ورکړي، د دوی لپاره غوره بدیل نورې شیدې دي.

خو "ټرټل ټري لابراتوار" او " Biomilq بیومېلک" شرکتونه د بدلون راوستلو هڅه کوي او غواړي د مور د تي ریښتینې شیدې جوړې کړي.

'زما شیدې هېڅکله نه دي راغلې'

ډیپا: "باید ومنو کله چې د تیو شیدې نه لرو، په دې معنا نه ده چې ګنې موږ ناکام یو."

د عکس سرچینه، DEEPA KULKARNI

د عکس تشریح، ډیپا: "باید ومنو کله چې د تیو شیدې نه لرو، په دې معنا نه ده چې ګنې موږ ناکام یو."

د دوو ماشومانو مور ډیپا کولکاني وايي، هغه ناخوالې یې ښې په یاد دي چې خپلو ماشومانو ته د تي شیدو ورکولو پرمهال ورسره مخامخ وه:

"زما د لومړني ماشوم تر زیږون او ورږو وروسته، زما ماشوم تر هغه وروسته نورې شیدې ونه رودلې خو وروسته زما شیدې هېڅ رانغلې."

ورږه تر زیږون وروسته تر څو ورځو پورې له تیو راوتونکې اوبلنه ماده ده. دا نرۍ ماده معمولاً ژیړبخن رنګ لري.

"موږ تر یوې میاشتې هڅه کوله او د ورځې مې ان یو اونس (۳۱ ګرامه) شیدې نه لرلې، خو څه موده وروسته مې شیدې بیخي وچې شوې. یا مې ماشوم باید بې شیدو پرېښی وای او یا مې شیدې ورته موندلې وای."

د نوې مور په توګه، ډیپا په لومړي ځل د مور کېدو پرمهال د مورولۍ احساس وکړ.

دا وايي: "دا یو له هغو څیزونو دی چې تاسو یې باید ومنئ او پوه شئ چې تاسو ناکام نه یاست."

نوې تګلاره

شیرین فرایډې

د عکس سرچینه، Shireen Friday

د ماشوم لپاره د شیدو فرمول تر ډېره د غوا له شیدو جوړېږي چې د ماشومانو لپاره مناسبې ګڼل شوې او د ماشوم په وده او لویېدو کې مرسته کوي او د غذايي رژیم ځای نیسي.

خو هومره ګټه هم نه لري لکه د مور د تي شیدې یې چې ماشوم ته لري.

"ټرټل ټري لابراتوار" د انسان د تیو د شیدې له خیرات شویو ژونکو (حجرو) ګټه اخلي، دا ژونکې په بیولوجيک ریکټر کې اچول کېږي او هڅه کېږي چې د تیو د ژونکو په شان فعالیت وکړي.

دا حجرې په یوه ځانګړي فرمول کې سره ګډېږي او شیدې یې چاڼ کېږي او بیا تولیدېږي.

له نظري اړخه، دا تخنیک د هر هغه ژوندي ژوي د شیدو جوړولو لپاره کارېږي، چې تي لرونکي وي، خو تر هغه چې د تیو د شیدو حجرې یې موجودې وي.

امریکا مېشتي "بیومېلک" شرکت چې مشري یې د خوړو ساینسپوه مایکل ایګر او د بیولوژيکي حجرو پوهانده لیلا سټریکلانډ کوي، د تي لرونکو حجرو د سرچینې لپاره بېلابېل تخنیکونه کاروي.

ساینسپوهان وايي، د انسان شیدې له زرګونو عناصرو جوړې دي، لکه پروټین، غوړ اسیډونه، هورمونونه، باکتریاوې او خواږه.

خو کارپوهان وايي، دا پېچلتیا د تیو د شیدو جوړېدل ګرانوي.

د لندن ایمپریل کالج کې د تیو د شیدو څېړونکې ډاکټره نتالي شینکر وايي: "د انسان شیدې له هغو عناصرو جوړېږي چې د مور له وینې، د هاضمې له سیستم، له دفاعي سیستم او د تیو له دفاعي سیستم راځي."

نوموړې د انسان د شیدو جوړولو د شرکت شریکه هم ده، دا شرکت د تیو د شیدو جوړولو لپاره جوړ شوی او د برتانیا د شیدو ذخیرو د کمښت پوره کولو لپاره کار کوي- هلته خلک د تیو شیدې اړمنو میندو او کورنیو ته په رضاکار ډول ورکوي.

ایا دا کټ مټ اصلي شیدو غوندې دي؟

د مور د تیو د شیدو نوی تولید به تر پراخې ازموینې پرته بازار ته راونه وځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مور د تیو د شیدو نوی تولید به تر پراخې ازموینې پرته بازار ته راونه وځي

ساینسپوهان وايي، په لابراتوار کې جوړې شوې شیدې یوازې دا هیله پیدا کولی شي چې د انسان د شیدو د ځینو عناصرو ځای ونیسي، په تېره کله چې دفاعي سیستم ته ننوځي او له انسان نه انسان ته غبرګون یې پر جوړښت اغېز کوي.

د "بیومېلک" او "ټرټل ټري" شرکتونو د لابراتوارونو چلوونکي وايي، هدف یې دا نه دی چې د انسان د تیو د شیدو ځایناستی رامنځ ته کړي، خو هڅه دا ده چې د والیدینو لپاره د شیدو د فرمول پرتله ماشوم ته یو ډول تلپاتې غذايي غوراوی رامنځ ته شي.

د ټرټل ټري لابراتوار یو شریک مکس رای وايي: "د تیو شیدې هغه غوره غذا ده چې هېڅ شی یې ځای نه شي نیولی. باور نه کوم چې د دې شیدو بدیل دې وموندل شي، ولو که پرمختللې ټیکنالوژي هم پکې وکارول شي."

په تېرو څو لسیزو کې ساینسي څېړونکو موندلې ده چې د هر ماشوم لپاره د هغه مور په خپل طرز شیدې جوړوي.

ډاکټره شینکر وايي: "د انسان شیدې د ګوتنښې په شان دي، چې په کمسارې توګه د مور او ماشوم غذايي رژيم مشخصوي.''

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي هغه میندې چې تازه ماشومان زیږوي، باید لږترلږه تر لومړیو شپږو میاشتو خپلو ماشومانو ته د خپل تي شیدې ورکړي.

په نړیواله کچه، تر شپږو میاشتو ټیټ یوازې ۴۰ سلنه تي رودونکي ماشومان په انحصاري ډول د خپلې مور له شیدو تغذیه کېږي.

ډیپکا اوس له خپلې کورنۍ سره د هند په نوي ډیلي کې اوسېږي او وايي ماشومان یې د تي ردونکو ماشومانو په توګه له مصنوعي شیدو نه دي اغېزمن شوي:

"اوس ۱۸ کاله تېر شوي، له خپلې لور او زوی سره زما په تړاو کې هېڅ توپیر نه وینم او د دوی په روغتیا کې هم هېڅ فرق نه وینم."

ایا د منلو وړ ده؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تیو د شیدو ملاتړې ډلې او ډاکټران وايي، دغو کمپینو ته ته ورکړل شوې پانګه له میندو سره د تیو د شیدو ملاتړ کې ښه مرسته او د شیدو زېرمتونونو ته ښه لاسرسی پیدا کولی شي.

ډاکټره شینکر وايي، د تي شیدو د بدیل جوړول له ګڼو ننګونو سره مخامخېدونکي دي او نه پوهېږي له سوداګریزه اړخه به یاد دوام وکړي او که نه.

"وینه او شیدې په حقیقت کې مایعاتو ته ورته نه دي."

"شیدې له میلیونونو کلونو راهیسې د تغذیې د یوې سرچینې په توګه کارېږي، د انسان دفاعي سیستم ورسره پیاوړی کېږي او د ماشوم په وده کې مرسته کوي، نو د شیدو جوړښت تر وینې ډېره زیاته پېچلتیا لري."

په تېره جون میاشت کې بیومېلک ۳٫۵ میلیون ډالر او ټرټل ټري لابراتوار ۳٫۲ میلیون ډالر پانګونه کړې وه.

د تي د شیدو ملاتړې ډلې او ډاکټران وايي، دغو کمپینو ته ورکړل شوې پانګه له میندو سره د تي د شیدو ملاتړ کې ښه مرسته او د شیدو زېرمتونونو ته ښه لاسرسی پیدا کولی شي.

ټرټل ټري شرکت- چې د سنګاپور د حکومت له لوري پانګونه کې مرسته ورسره کېږي- وايي، د مور د شیدو ملاتړو او تولید لپاره لا نورې پانګونې ته اړتیا ده، په تېره هغو میندو ته چې خپلې شیدې نه ورکوي.