پر انټرنټ د ماشومانو ډېرې جنسي ویډیوګانې له اروپا خپرېږي

د عکس سرچینه، Wales News Service
په رپوټ کې راغلي، د تېر په پرتله پر انټرنټ د غلطو موادو خپرېدل کم شوي نه دي، خو پر ځای له دغو موادو شکایتونه زیات شوي دي.
د یادې ادارې په رپوټ کې دا خبره هم شوې چې د اروپايي هېوادونو له ډلې تر ټولو ډېر ناسم مواد له نیدرلینډ څخه پورته شوي دي.
تر دې وړاندې انټرنټ ته تر ټولو ډېرې ناسمې ویډیوګانې او انځورونه له شمالي امریکا پورته کېدل، خو هلته د انټرنټ وېشونکو ادارو د جدي څار له امله دغه چاره اوس په اروپا کې پیل شوې ده.
د انټرنټ کارونې د څار ادارې مشر سوسي هارګریوز ویلي: د تېرو کلونو په پرتله حالت اوس بدل شوی، د شمالي امریکا پر ځای له اروپا څخه له ماشومانو د جنسي ګټې اخیستنې ویډیوګانې پورته کېږي.
د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې پر انټرنټ د ناسمو خپرو شویو موادو ۵۷ سلنه یې د شمالي امریکا له ویبپاڼو پورته شوي وو. په ۲۰۱۶ کال دغه یاده شمېره ۳۷ سلنه شوه، خو اوس د ناسمو موادو خپروونکې ویبپاڼې په اروپا کې ډېرې شوې دي.
د (ای، ډبلیو، ایف) ادارې د شمېرو له مخې، له ۳۴۲۱۲ زیاتي اروپايي ویبپاڼې پر انټرنټ ناسم مواد خپروي.
د اروپايي ویبپاڼو په ډله کې له روسيې او ترکيې چلېدونکې ویبپاڼې هم شاملې دي.

د عکس سرچینه، Thinkstock
د امریکا د ورکو او جنسي ګټې د ښکار شویو ماشومانو د ملي ادارې مرستیال جان شیهان وايي، په امریکا کې د څارونکو له خوا د ناسمو موادو په نښه کول او بیا له انټرنټه د هغو لیرې کول، ګټور و.
د هغه په خبره، د امریکا په قانون کې دا شته چې پر انټرنټ دې د ناسمو موادو د خپرېدو په اړه چارواکو ته خبر ور کړل شي.
د نیدرلنیډ د ولسي جرګې غړی اردا جرکینز له دغه هېواده پر انټرنټ د ډېرو ناسمو موادو پر خپرېدو اندېښنه ښيي او وايي، په تېرو کلونو کې پر انټرنټ د یادو موادو له خپرېدو شکایتونه زیات شوي دي.
د بریتانیې له ماشومانو سره د زور زیاتي د مخنیوي ملي ټولنې ویاند ویلي، له ماشومانو د جنسي ګټې اخیستنې د انځورونو او ویډیوګانو د لیدو د غوښتنې د راکمونې لپاره باید کوټلي کارونه وشي.








