'د کمپیوټر مصنوعي ځېرکتیا پر مټ د پوټکي سرطان تشخیص شونی دی'

د عکس سرچینه، SCIENCE PHOTO LIBRARY
ساینسپوهان وايي له دې وروسته به د کمپیوټر ځیرکتیا پر مټ د تصویر له مخې د ماهرو ډاکټرانو په توګه د پوټکي سرطان معلومول شوني وي.
د امریکا سټنفرډ پوهنتون کارپوهان وايي، دغه موندنه ډېره ' په زړه پورې ' ده او وايي اوس به کلینیکونو کې دغه ازموینه کېږي.
د مصنوعي ځېرکتیا دغه سسټم د ګوګل یوه سوفټ ویر ' پوست کالي ' پر بنسټ ولاړ دی، چې د سپیو او پېشوګانو تر منځ توپیر کولای شي.
دغه سیسټم ته د ۴۵۰ اعشاریه ۱۲۹ تصویرونو ورښکارولو تر څنګ تصویرونو کې د پوټکي حالت په اړه معلومات ورکړل شول، چې له کبله یې سیسټم د پوټکي تر ټولو اسان سرطان کارسینوما او خطرناک میلانوما تر منځ توپیر زده کړ.
ویل کېږي ۲۰ کې یوازې د یوه پوټکي سرطان میلانوما وي، خو له کبله یې پیدا شوی دانه د ۷۵ سلنه مړینو لامل کېږي.
د دغې تجربې پایلې نیچر نومي ساینسي مجله کې چاپ شوې دي.
په یاده تجربه کې د مصنوعي ځېرکتیا او ۲۱ مسلکي ډاکټرانو تر منځ توپیر پرتله شوی دی.
د څېړنې یوه ګډونوال ډاکټر اندرې ایستیوا بي بي سي ته ویلي عموماً پایلې د پوټکي ماهرینو له موندنو سره برابرې وې.

د عکس سرچینه، STANFORD UNIVERSITY
خو د کمپیوټري سوفټ ویر دغه پروګرام بشپړ تشخیص نه شي کولای.
د دې حتمي پایلې لپاره د بایوپسي یا له بدنه د غوښې ټوټې اخیستو معاینه کېږي.
ډاکټر استیوا وايي، د اوس لپاره په ورته مهال کلینیکونو کې د ډاکټرانو له معاینو سره یو ځای ازمویل کېږي.
د برتیانا خیریه ټولنې ' کېنسر ریسرچ ' یانا وټ په خبره، د مصنوعي ځېرکتیا پر مټ د سرطان تشخیص دلچسپه خبره ده، ځکه وايي، دې سره به د پوټکي ماهرینو او ډاکټرانو سره مرسته وشي:
"هغسې چې مصنوعي ځېرکتیا د روغتیاپال پرتله معلومات څېړي، بدیل یې نه شي کېدای، خو دې سره به ماهرینو ته د ناروغانو لېږلو کې له ډاکټرانو سره مرسته وشي. "








