
د بلوچستان د شیعه ګانو شورا غوښتنه کړې، چې باید د کوټې ښار امنیتي مسوولیت پوځ ته وسپارل شي او هدفي پوځي عملیات وشي.
د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د پنجشبې په ورځ د دوو بمي چاودونو او یوه ځانمرګي برید په پایله کې د ۹۵ کسانو له وژل کېدو وروسته د کوټې د شیعه ګانو شورا د وژل شویو کسانو جسدونه په علمدار روډ کېښودل او احتجاج یې پیل کړ، چې دا مهال د شنبې سهار ( د جنورۍ ۱۲ مه) هم دوام لري.
کوټه کې مېشت ځايي خبریال محمد کاظم وايي تر اوسه ۷۴ جسدونه خاورو ته نه دي سپارل شوي او په علمدار روډ سیمه کې د زرګونو کسانو احتجاجي غونډه روانه ده.
د نوموړي په خبره د بلوچستان د شیعه ګانو شورا غوښتنه کړې، چې باید د کوټې ښار امنیتي مسوولیت پوځ ته وسپارل شي او هدفي پوځي عملیات وشي.
هغه د یادې شورا د مسوولینو له خولې ویلي، چې د خپلو غوښتنو د منل کېدو تر مهاله به جسدونه خاورو ته ونه سپاري.
نوموړي خبریال د بلوچستان د کورنیو چارو د ایالتي وزیر له قوله ویلي، چې د احتجاج کوونکو او چارواکو تر منځ خبرې اترې دوام لري او تمه کېږي، چې نن ( جنوري ۱۲) به د دې خبرو اترو له بریالیتوبه وروسته د وژل شویو کسانو جسدونه خاورو ته وسپارل شي.
د نوموړي خبریال په خبره د یو شمېر ټپیانو حالت د ډاډ وړ نه دی او د هغې ودانۍ له خاورو خځلو څخه ټول مړي را ایستل شوي، چې چاودنه په کې شوې وه.
د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د پنجشنبې په ورځ د دوو بمي چاودنو او یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۹۵ کسان ووژل شول.
له دې پېښې وروسته د بلوچستان حکومت او د ځايي شيعه ګانو تنظیمونو درې ورځنی ویر اعلان کړ. د جمعې په ورځ د کوټې ښار د سوداګرو اتحادیو او شیعه تنظیمونو په غوښتنه ټول ښار په بشپړه توګه تړلی وو.
د پنجشنبې په ورځ لومړۍ چاودنه د کوټې په باچا خان څلور لارې کې او دوې نورې چاودنې ماخوستن شاوخوا نهه بجې په علمدار روډ سیمه کې وشوې.
د لومړۍ چاودنې هدف حکومتي امنیتي ځواکونه وو او دوې نورې چاودنې په هغه سیمه کې وشوې، چې ډیر اوسېدونکي یې شیعه ګان دي. وژل شوي ډېر کسان هزاره توکمه ځايي اوسېدونکي دي.
یونایټیډ بلوچ ارمي نومي بیلتون پال سازمان د لومړۍ چاودنې او لشکر جهنګوي نومي سخت دریځې ډلې د دوو نورو چاودنو مسوولیت منلی دی.

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د پنجشنبې په ورځ د دوو بمي چاودنو او یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۹۵ کسان ووژل شول.
د علمدار روډ سیمې په چاودنو کې د امنیتي ځواکونو د عسکرو په شمول یو شمېر ځايي چارواکي، ژورنالستان او پولیس چارواکي وژل شوي دي.
د کوټې پولیسو مشر میر زبېر محمود د پنجشنبې په ماخوستن یوې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال منلې وه، چې د علمدار روډ سیمې په چاودونو کې ۸۱ کسان وژل شوي دي، خو د روغتون سرچینو بي بي سي ته د جمعې په سهار وویل، چې د امنیتي ځواکونو د یوه ویاند په شمول دوو نورو کسانو هم ساه ورکړه.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر اکبر حسین دراني بي بي سي ته وویل، چې له لومړۍ چاودنې وروسته، چې مرستندویه کارکوونکي او خبریالان د پېښې ځای ته ورسېدل، نو دویمه چاودنه وشوه، چې په کې ډېره مرګ ژوبله واوښته.
د یونایټتډ بلوچ ارمي نومي سازمان یوه ویاند مرید بلوچ له نا معلومه ځايه د ټیلیفون له لارې رسنیو ته وویل، چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو یې برید اواران، مکران او بولان سیمو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو د غچ اخیستنې لپاره کړی.












