د پېښور "چوک یادګار" تړل به د ډالرو لوړېدو مخه ونیسي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي- پېښور
چوک یادګار په پېښور کې داسې مارکیټ یا بازار دی چې څو اونې وړاندې په کې سخته ګڼه ګوڼه وه، پيسې په کې تبادله کېدې خو اوس په بشپړه توګه تړل شوی دی.
یو صراف د نوم نه ښودلو په شرط وايي، څو ورځې وړاندې د تحقیقاتو فیدرالي ادارې (ایف آی اې) او ځینو نورو قانون پلې کوونکو ادارو په ګډه سره د صرافانو دوکانونه او دفترونه وتړل.
په خېبر پښتونخوا کې د تحقیقاتو فیدرالي ادارې د ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د ډالرو او نورو بهرنیو پيسو د تبادلې لپاره د هغو صرافانو چې لایسنس یې نه درلودل، دفترونه او دوکانونه تړلي دي.
دغې ادارې په چوک یادګار کې د صرافانو ټول دوکانونه تړلي او په غیرقانوني توګه یې د پيسو د تبادلې په تور ۲۸ کسان هم نیولې دي.
ویل کېږي چې دا اقدام د ډالرو د بیې د لوړېدو د مخنیوي لپاره شوی دی.
له دې اقدام او د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته، په پاکستان کې د ډالرو پر وړاندې د پاکستانيو روپيو بیه ښه شوې ده.
پرون د پاکستان د دولتي بانک له خوا د خپرې کړې بیې له مخې یو ډالر له ۲۹۸ پاکستانۍ روپیو سره تبادله کېده.
داسې رپوټونه هم شته چې د تحقیقاتو فیدرالي ادارې د هغو کسانو پرضد هم ګامونه اخیستي چې اوس مهال یې د ډالر بیې د ټېټېدو له امله ډالر ساتلي او د بیو لوړېدو ته انتظار دي.
چوک یادګار د پيسو د تبادلې درېیم لوی مارکیټ

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د پيسو د تبادلې تر ټولو لوی مارکیټ د کراچۍ په کلفټن کې دی او ورپسې دویم ځای کې د لاهور په سوا بازار کې د تبادلې مارکیټ راځي او چوک یادګار د اسعارو د تبادلې درېیم لوی مارکېټ بلل کېږي.
خو توپېر یې دا دی چې په کراچۍ او لاهور کې د پيسو د تبادلې مارکېټونه خپلې ځانګړې ودانۍ لري او په چوک یادګار کې د پيسو د تبادلې مارکیټ په یوې پرانستې سیمې کې جوړ شوی چې له بندېدو مخکې به په کې د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه وه.
په پاکستان کې د صرافانو د ټولنې مشر ظفر پراچه په وینا، په چوک یادګار مارکیټ کې د صرافانو شاخوا ۴۰۰ لوی او واړه دوکانونه او دفترونه دي چې د اسعارو د تبادلې کاروبار یې کاوه.
په دې ډله صرافانو کې ځیني یې د بهرنیو پيسو د تبادلې جواز لیکونه یا لایسنسونه لري خو ډېری یې نه لري.
د صرافانو په وینا د مارکیټ له تړل کېدو مخکې، که له کوم صراف سره به بهرنيو پيسو وو، هغه به رامخې ته شو او غږ به یې کاوه چې دومره بهرنۍ پيسې ورسره دي او غواړي خرڅ یې کړي.
بیا به د پيسو د اخیستو لپاره بولي کېده او هر چا به چې ښه بیه ورکوله، پر هغه به یې بهرني اسعار وپلورل او په همدې ډول به هغه هم د بیې له لوړېدو وروسته بهرني اسعار خرڅ کړل.
یوه صراف چې د مارکیټ له تړل کېدو وروسته په بل ځای کې له یوې صرافۍ سره کار کوي، د نوم نه ښودولو په شرط وویل، ''په چوک یادګار کې د حوالې کاروبار هم کېده، صرافانو په پټه او احتیاط سره دا کاروبار کاوه. ''
د هغه په وینا د حوالې کاروبار له ډېر پخوا راهیسې په دې مارکیټ کې کېده او کله چې به چارواکو پرې چاپه وهله، نو بند به شو.
د صرافانو د ټولنې مشر ظفر پراچه بي بي سي ته وویل، په چوک یادګار کې تر ډېره د سعودي ریالو کاروبار کېده ځکه چې د خېبر پښتونخوا ډېر شمېر کسان په سعودي عرب کې کار روزګار کوي او له هغه ځایه خپلو کورنیو ته پیسې استوي.
د هغه په وینا له سعودي ریال وروسته ډېر کاروبار د ډالرو و، خو په دې ورځو کې مارکیټ تړلی دی او ټول کاروبار په ټپه ولاړ دی.
د حوالې په کاروبار کې ګڼ شمېر افغانان هم برخه لري، ځکه بهر کې مېشت افغانان هم خپلو کورنیو او خپلوانو ته له همدې لارې پیسې استوي.
په تېرو وختونو کې چې کله د ډیلي، پېښور او کابل ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه کېده، سوداګر به چوک یادګار ته د خپلو پيسو د تبادلې لپاره راتلل.
د صرافانو وینا ده چې له ۱۹۷۰مې لسیزې نه وړاندې، په چوک یادګار کې صرافانو د پيسو د تبادلې لپاره جواز لیک ته اړتیا نه لرله، خو په ۱۹۸۱ کال کې د پاکستان مرکزي بانک ځینو صرافانو ته لاسینسونه ورکړل چې بیا وروسته بېرته لغوه کړای شول.
چوک یادګار او افغانۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، په ګڼ شمېر کې افغانانو پاکستان ته مخه وکړه او له ځان سره یې افغانۍ هم پاکستان ته راوړې. په هغه وخت کې د پاکستانۍ روپیو پر وړاندې د افغانیو بیه ټېټه وه.
د پېښور د تاریخ او سوداګرۍ چارو شننونکي ضیاالحق سرحدي بي بي سي ته وویل، چوک یادګار د ډیلي او کابل ترمنځ د سوداګرۍ لوی مرکز و. د هغه په وینا، چوک یادګار ته له افغانستانه تر ډېره میوې راوړل کېدې او همدلته د اسعارو تبادله هم کېده.
ښاغلی سرحدي وايي په یاد یې دي چې په ۱۹۶۵ او ۱۹۶۶ کلونو کې یې افغانستان ته تګ راتګ درلود او هغه مهال ۱۰ پاکستانۍ روپۍ ۱۰۰ افغانۍ کېدې.
د هغه په وینا کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ او ګڼ شمېر کې افغانانو پېښور ته کډوال شول، افغانۍ په بوجیو کې چوک یادګار ته راوړل کېدې او اکثرو افغان سوداګرو به د توکو بیې په افغانیو پرې کولې.
خو د یادونې ده چې اوس مهال د افغانیو بیه د پاکستانۍ کلدارو پر وړاندې لوړه ده او یوه افغانۍ شاخوا څلور کلدارې کېږي دغه راز یو ډالر شاخوا ۳۰۰ کلدارې او ۸۰ افغانۍ کېږي.
د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک د رپوټونو له مخې د افغانستان اقتصاد مثبتې نښې نښانې یې څرګندې شوې دي خو لا خو هم د افغانستان له هرو درېيو دوه افغانان یې د ورځنیو لګښتونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
له چوک یادګار نه ډالر قاچاق کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې له چوک یادګار نه افغانستان ته ډالر قاچاق کېږي او د دواړو هېوادونو پر پوله یوه اندازه هغه ډالر هم نیول شوي چې په غیرقانوني ډول افغانستان ته وړل کېدل.
د تحقیقاتو فیدرالي ادارې ایف آی اې په تېرو څو ورځو کې په بېلا بېلو سیمو کې ۲۷ ځله چاپې وهلي چې په ترڅ کې یې ۲۸ کسان هم نیول شوي دي.
د تحقیقاتو فیدرالي ادارې ویلي چې د چاپو پرمهال یې په ډېرې پاکستانۍ روپۍهم نیولې دي.
خو دا لومړی ځل نه دی چې د تحقیقاتو فیدرالي اداره پر چوک یادګار او نورو صرافیو چاپې اچوي، تېر کال هم د اسعارو د تبادلې پر مارکیټونو چاپې اچول شوې وې خو څو ورځې وروسته مارکیټونه بېرته پرانیستل شول.
ظفر پراچه وايي، ''دا یو حقیقت دی چې اوس د پاکستان پر دوو ګاونډیو هېوادونو افغانستان او ایران د نړیوالو له خوا بندیزونه لګول شوي او په دې دوو هېوادونو کې ډالرو ته اړتیا ډېره ده. ''
د هغه په وینا د یوې منظمې تګلارې له مخې د ډالرو د قاچاق مخه نیول کېدای شي، که داسې مارکیټونه وتړل شي نو خلک به له خپلو کورونو او نورو ځایونو نه کاروبار پیل کړي، ځکه د هغه په وینا اوس ټولې چارې پر انلاین دي له هر ځایه د حوالې کاروبار کېدای شي نو اړتیا ده چې د غیرقانوني کاروبار د مخنیوي لپاره یوه منظمه تګلاره جوړه شي.










