پاکستان کې د حوالې کاروبار
د پاکستان حکومت د پېسو سپینولو او په غیرقانوني توګه له هېواده بهر پېسو لېږلو د مخنیوي هڅې پیل کړي دي. د نړیوالو ادارو په وینا پاکستان باید په دې برخه کې ډېر څه وکړي.
د پېښور په چوک یادګار کې شاخوا درې سوه صرافۍ شته چې د پیسو تبادله پکې کېږي.
د بي بي سي خبریال عزیزالله د صرافانو دې بازار ته ورغلی و او له افغانۍ سره په تړاو دغلته پر کاروبار رپوټ لري.