پاکستان کې ولې مېرمنو ته په وراثت کې ډېر وخت حق نه ورکول کېږي؟

- Author, رحمان الله
- دنده, بي بي سي، پېښور
د افغانستان تر څنګ پاکستان کې هم په وراثت کې مېرمنو ته ډېر وخت خپل حق نه ورکول کېږي. اکثره مېرمنې د خپل دغه حق تر لاسه کولو لپاره په کلونو کلونو په محکمو کې قانوني مبارزه کوي.
د مېرمنو د حقونو فعالان په دغه هېواد کې په قانون کې نيمګړتياوې او د قانون نه عمل کېدل د مېرمنو د دغه بنيادي حق ترلاسه کولو کې لوي خنډ بولي.
د ټولنيزو چارو کارپوهان بيا مېرمنو ته په وراثت کې خپل حق نه ورکول په ټولنه کې د تشدد او د کورني تاوتريخوالي سبب بولي.
د خيبر پښتونخوا اوسېدونکې نزاکت قيوم ته له نژدې نهه کاله د جرګو او قانوني مبارزي د خپل حق تر لاسه کېدو هيلي پيدا شوې، خو لا هم ځينې قانوني او نورې پېچلتياوې شته چې هغه اندېښمنه کړي.
نوموړې له بي بي سي سره په خبرو کې له قانوني پېچلتياو او درغليو سر ټکاوه او زياته يې کړه "زما د مېړه ځمکه کې لس مرلې برخه وه او د دغي ځمکې د ترلاسه کولو لپاره لومړي ډېرې جرګې وشوي، زه څلور ځله تاڼه کې د راپور ثبتولو لپاره ولاړم خو زما راپور یې ثبت نه کړ، موږ بېخي ناهيلي شوي وو، زموږ مخالفه ډله ځواکمنه وه خو محکمه کې پرېکړه زموږ په حق کې وشوه او که الله(ج) غوښتل نو موږ به ځمکه ترلاسه کړو. "
په پاکستان کې اکثره مېرمنې په وراثت کې د خپل حق ترلاسه کولو لپاره قانوني مبارزه کوي او ډېرې له کلونو مبارزې وروسته هم له خپل حق نه بې برخې پاتې دي.
خيبر پښتونخوا کې چې زياتره مېرمنې د خپلو وروڼو له لاسه په وراثت کې د خپل حق لپاره کړېږي خو د دير ولسوالۍ اوسېدونکی محمد سعيد په رنګ وروڼه هم شته چې له خپلو وروڼو نه د خور د حق غوښتلو لپاره مبارزه کوي.

محمد سعيد وايي، "موږ دری وروڼه او دري خويندې يوو، يو ځل جرګي زموږ د ځمکې وېش کړی و خو خوينديو ته يې خپله برخه نه وه ورکړي، ما خپلو خويندو ته برخه ورکړه خو نور وروڼه مې په ما غوسه وايي که تا برخه نه وی ورکړې اوس به يې له موږ غوښتنه نه کوله".
دی وايي خور يې کار نه کوي او په کور ناسته ده، دوی خپلې اړتياوې لري، د پلار په جايداد کې دوی هم حق لري چې بايد ورکړل شي. "
په پاکستان کې مېرمنو ته د پلار په وراثت کې حق نه ورکول يوه جدي ستونزه ده. د پاکستان په محکمو کې ښايي يوه تر ټولو زړه او عامه دوسيه هم دا وي.
په پيښور کي د صوبايي محتسب ادارې يوه چارواکې سبيحه وايي، "دلته د وراثت يو ۱۰۷۵ دوسي ثبتت شوې او په دغو کې تر اوسه يوازې ۱۷۵ فيصله شوې، موږ ته چې کومې دوسې راځي هغې کې زياتره لوڼې د خپل پلار وراثت کې برخه غواړي کوم چي د هغوي نه وروڼو قبضه کړي وي، څومره چې خلکو کې بيداري زياتېږي نو خلکو کې دلته خپلې دوسي ثبتوي."
په پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو ادارې هم د وراثت حق ترلاسه کولو کې د مېرمنو مرسته کوي.
د پېښور پوهنتون د سياسي څانګې ښوونکې او د مېرمنو د حقونو يو فعاله پروفيسر نورين نصير وايي، په وراثت کې د مېرمنو د حقونو په لار کې لوي خنډ د قانون نيمګرتيا او يا د دغه قانون نه عملي کېدل دي.

نوموړې وايي، "کومې پرېکړې چې شوې هغه نه عملي کېږي. زه له حکومته غواړم چې د دغو فيصلو د عملي کولو لپاره د محتسب ادارې ته د يوه سیستم اړتيا ده، چې کومه فيصله وکړي هغه بيا عملي هم کړي، ځينې خلک داسې هم کوي چي پېژندپاڼ، کې د خپلو لوڼو نومونه نه ثبتوي، د هغوي لپاره پېژندپاڼې نه جوړوي، چې بيا وروسته په وراثت کې لوڼې خپل حق ونه غواړي".
په وراثت کې د مېرمنو حق چي پاکستان کې بېخي په يوه جدي مسله اوښتي. اکثره په دې موضوع په ټلويزيوني پروګرامونو کي خبري کېږي او ديني عالمان هم په خپلو ويناو کې رڼا اچوي.
د پېښور يو ديني عالم مولانا ارشدعلي قريشي وايي، "د وراثت احکامات الله (ج) په قران پاک کې په تفصيل سره بيان کړي، او د هر وارث حق اسلام په ډاګه کړی دی."

په وارثت کې مېرمنو ته خپل حق نه ورکول په ټولنه کي د تشدد سبب هم ګرځي. د پېښور پوهنتون د سوسيالوجۍ څانګي ښوونکي ډاکټر ظفر خان وايی په وراثت کې مېرمنې ته د خپل حق نه ورکولو سره مېرمن، کورنۍ او ټوله ټولنه اغېزمنه کېږي.
نوموړی وايي، "مېرمنو ته په وراثت کې خپل حق نه ورکولو سره په ټولنه کې د تشدد او د جګړو حالات پيدا کېږي چې پر ماشومانو هم ناوړه اغېز پرېباسي. په ځانګړې توګه په مېرمن ډېر فشار راځي ځکه چې هغه د پلار او د مېړه په کور کې له سخت فشار نه تېرېږي."
تېر کال د پاکستان هغه پرېکړه د سختو نيوکو سره مخامخ شوه چې له مخې يې د مور له مرګ وروسته د هغې بچي په وراثت کي د حق غوښتلو حق نه لري.
قانوني وکيلانو او مذهبي عالمانو د ستري محکمي دغه پرېکړه د اسلام قانوني ضد بللي وه او په سترې محکمې د دغه پرېکړه د بېرته اخستلو لپاره فشار اچولي و.










