ميراث کې د ښځو حق؛ فعالان يې قانون کې نيمګړتياوې د ستونزو لامل بولي

د ویډیو تشریح، ميراث کې د ښځو حق؛ فعالان يې قانون کې نيمګړتياوې د ستونزو لامل بولي

پاکستان کې ميراث کې مېرمنو ته ډېر خپل حق نه ورکول کېږي. ډېرې ښځې د خپل دغه حق خونديتابه لپاره کلونه کلونه محکمو کې قانوني مبارزه او منډې ترړې کوي. د ښځو حقونو فعالانې وايي د هېواد قانون کې يې نيمګړتياوې او د قانون نه پلې کېدو ښځو ته د دغه بنسټيز حق ورکړې پر وړاندې لوی خنډ دی.

د ټولنيزو چارو کارپوهان بيا وايي ميراث کې ښځو ته د حق نه ورکړه بېلابېلې اغېزې کېږي، زورزياتېږی کېږي او تاوتريخوالی زياتېږي.

زموږ همکار رحمان الله پرې له پېښوره راپورجوړ کړی.