تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور کې هغه ځوان نیول شوی چې پر انټرنېټ یې امریکا کې نجلۍ په جنسي توګه ځورولې
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي
پېښور کې هغه ځوان نیول شوی، چې له دې ښاره یې د امریکا په ورجینیا ایالت کې د یوې کم عمره نجلۍ خواله رسنۍ پاڼه هېک کړې او په جنسي توګه یې ځورولې.
دغه سړی د امریکا پلټونکې ادارې ایف بي ای لخوا له اړوند پاکستاني ادارو سره دې لړ کې له اړیکو وروسته نیول شوی.
پاکستاني چارواکي وايي، دوی ته شکایت شوی و، چې د پېښور له یوې سیمې په امریکا کې یوه کم عمره نجلۍ ځوروي.
چارواکو له هغه وروسته دا سړی نیولی او موبایل ټیلیفون یې ترې ضبط کړی دی.
چارواکي وايي، نیول شوی ځوان د ځايي پوهنتون محصل دی او په تحقیق کې یې منلې چې له غیر قانوني لارې یې د دې نجلۍ سنپ چټ ته لارې موندلې.
چارواکي وايي، نیول شوي ځوان منلې چې د نجلۍ خواله رسنۍ حساب کې یې د هغې لغړ تصویرونه لیدلي او د هغې حساب له هېک کولو وروسته یې ترې د ویډیويي چټ او نامناسبو تصویرونو غوښتنه کوله.
سکسټاریشن څه دي؟
د انټرنېټي جرمونو لړ کې سکسټاریشن نوې اصطلاح ده او څېړونکي وايي، که څه هم دا په ظاهره د جنسي ځورونې په دایره کې راځي، خو په وینا یې اصلاً د دې مانا د جنسي تندې خړوبولو لپاره د یو چا اړایستلو مانا لري.
ماهرین وايي، سکسټاریشن کې له مقابل لوري د پیسو غوښتلو پر ځای د هغه کس د خوښې خلاف د جنسي اړیکې، یا جنسي خبرو یا حرکتونو لپاره اړایستل کېږي.
د پاکستان انټرنېټي جرمونو مخنیوي چارواکو د سکسټاریشن لړ کې له دې مخکې هم په کراچۍ ښار کې یو سړی نیولی و.
پر نوموړي تور لګېدلی و، چې له یوې ښځې سره یې د فېسبوک له لارې اړیکه نیولې وه او وروسته یې تر دریو کلونو پورې هغه ښځه ځوروله.
دغه راز د تېر کال نومبر کې د پاکستان په همدې کراچۍ کې یوه ډله ونیول شوه، چې د کاروبار او مزدوري په پلمه یې هلکان او نجونې وربلل او وروسته یې د ګواښلو له لارې ترې ناوړه ګټه اخیسته.