وسله واله ډله 'البدر مجاهدین' بیا فعاله شوې؟

پاکستان کې د فبرورۍ پر پنځمه نېټه چې یو شمېر سیاسي او ټولنیزو سازمانونو د پاکستاني حکومتي اعلان له مخې 'یوم یکجهتي کشمیر' یا له کشمیر سره د همغږۍ ورځ ولمانځله د مالاکنډ سیمې په تیمرګره، ثمرباغ او منډا سیمو کې ځینې لاریونونو ته ځکه د ډېرو خلکو پام واوښت، چې یوې داسې جهادي ډلې سمبالول چې له څه مودې راهیسې فعاله نه وه.

دغه ډله البدر مجاهدین نومېږي چې په لاریونونو کې یې سلګونه کسانو برخه اخیستې وه. البدر مجاهدین د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یو شمېر فعالیتونو مسوولیت منلی او هند او امریکا پرې د ترهګرۍ له تورونو سره بندیزونه لګولي دي.

پاکستان دغه تنظیم غیر قانوني نه بولي، خو څو کاله کېږي، چې پر فعالیتونو یې یو ډول نااعلان شوی بندیز لګېدلی دی. په دیر سیمه کې د دغې ډلې ګڼ پلویان وو، خو له څو کلونو راهیسې یې فعالیتونو محدود معلومېدل او له تېرو دوو، دریو کلونو راهیسې یې دفترونه هم تړلي وو.

د تیمر ګرې سیمې یوه سوداګر وویل:

''د البدر مجاهدین په لاریون کې درې، څلور سوه کسان وو، چې ځینو یې پوځي یونیفورم اغوستي وو. دوی سپین بیرغونه لېږدول چې کلیمه طیبه پرې لیکلې وه. دوی د هند ضد شعارونه ورکول، اته - لس کسان خو یې ما ولیدل چې کلاشنکوفونه یې په لاس کې وو.''

یو بل سوداګر وايي، ''د البدر مجاهدین کسان؟ پر موټرسایکلونو، موټرو کې او پلي روان وو. دوی په ټول بازار کې لاریون وکړ او وروسته یې د مرکزي بازار ته نژدې ریسټ هاوس څلور لارې کې غونډه وکړه.''

نوموړی ادعا کوي:

''د لاریون پر مهال پولیسو امنیت نیولی و او ترافیکو د ګاډو مخه نیولې وه.''

د چارواکو انکار

بل لور ته د کوز دیر مرستیال کمشنر محمد شاه جمیل خان وايي، د فبرورۍ پر پنځمه په تیمرګره کې داسې هېڅ غونډه یا لاریون نه دی شوی، چې وسله والو کسانو پکې برخه اخیستې وي. نوموړی وايي:

''د فبرورۍ پر پنځه د هېڅ تنظیم پروګرام نه دی شوی، خو د یکجهتي کشمیر پروګرامونه داسې وشول چې چارې حکومت او ځايي چارواکو سمبالولې، چارواکي څنګه کولای شي البدر مجاهدین ته په خپل پروګرام کې د ګډون اجازه ورکړي، دا کېدای نه شي او غلطه خبره ده.''

شاه جمیل خان وايي، ''کېدای شي، پر خواله رسنیو خپاره شوي ویډیويي کلیپونه بل ځای کې ثبت شوي وي او ادعا پکې شوې وي چې دا تیمرګره ده.''

د البدر مجاهدین مشر په عام محضر کې

د یادونې ده، چې د البدر مجاهدین ډلې مشر بخت زمین خان هم د دیر اوسېدونکی دی، خو له څه مودې راهیسې فعال نه و، چې د تیمرګرې او ثمرباغ په غونډو کې هغه هم لیدل شوی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې د پاکستان حکومت له لوري د کشمیر یکجهتۍ ورځې لمانځلو هرکلی وکړ، خو په وینا یې دا بسنه نه کوي:

''حکومت ته په کار ده، چې مخکې لاړ شي، موږ به یې هم ملاتړي یو.''

بخت زمین خان وايي:

''ملګري ملتونه به هیڅکله د کشمیر موضوع حل نه کړي، بلکې د دې لپاره باید د جهاد لاره غوره شي.''

یو سوداګر وايي:

''د دغه لاریون له لیدو سره نویمه لسیزه راپه یاد شوه، چې خلکو ته او ځوان کول ته په عام محضر کې د جهاد او وسله والې جګړې د روزنې تر لاسه کولو بلنه ورکول کېده.''

پر خواله رسنیو غبرګون

د لاریون تصویرونو له خپرېدو وروسته د پاکستان پارلمان غړي علي وزیر په خپل ټویټر پیغام کې ویلي، ''د فبرورۍ پر پنځمه تیمرګره بازار کې البدر مجاهدین د افغانستان او کشمیر فتح کولو تمرین کړی دی.''

د بشري حقونو فعال یوسف جان سیفي وايي:

''له کشمیر سره د همغږۍ په نامه لسګونه شرخوښي وسله وال تیمرګره بازار ته راووتل، موږ به هیچا ته اجازه ور نه کړو، چې زموږ سیمه کې امنیت ګډوډ کړي او یا د ترهګرۍ لپاره زموږ دغه خاوره وکاروي.''

د عوامي نېشنل ګوند یوې پخوانۍ مشرې بشریٰ ګوهر وویل، ''هغه په زندانونو کې بندیان دي چې د سولې خبرې کوي، خو د ترهګرۍ خپروونکو ته اجازه ده چې وېره خپره کړي.''

البدر مجاهدین څوک دي؟

افغانستان ته د شوروي اتحاد پوځونو له ننوتو وروسته هغو جهادي ځوانانو ته د البدر مجاهدین نوم ورکړل شو، چې د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مرستې ورکولې یا د دغه ګوند اړوند وو. دوی په افغانستان کې د جهاد لپاره له ټول پاکستانه ځوانان جذبول او د پېښور په ګډون یې د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې مرکزونه درلودل.

په پاکستان کې دننه بیا له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د جهادي تنظیمونو د خپلمنځي جګړو پر مهال مشهور شو. هغه مهال البدر مجاهدین ډلې په افغانستان کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ملاتړ کاوه، چې په افغانستان کې دننه یې د دغې ډلې د پاکستاني ځوانانو لپاره کمپونه او مورچلونه چمتو کول.

دغې ډلې په نویمه لسیزه کې ډېورنډ کرښې ته نژدې خوست کې یو لوی مرکز درلود، چې وروسته هغه مرکز او سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې شول.

له افغان کورنۍ جګړې وروسته البدر مجاهدین د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یو شمېر فعالیتونو مسوولیت ومانه او ګڼ شمېر پاکستاني ځوانان یې د جهاد کشمیر په نامه په خپلو لیکو کې شامل کړل، چې د یو شمېر هغو یې وروسته غایبانه جنازې لمونځونه هم ادا کړل.

د نویمې لسیزې په وروستیو کلونو کې د دغې ډلې او جماعت اسلامي تر منځ اختلافونه ډېر شول او یو مهم پړاو یې هغه وخت و، چې په یوه غونډه کې د دغې ډلې یو شمېر ځوانانو د جماعت اسلامي د هغه وخت امیر قاضي حسین احمد پر ضد احتجاجي شعارونه ورکړل.