"پاکستان خپل اټوم بم د افغان جهاد له برکته ترلاسه کړی"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په افشا شویو دېرش کاله پخوانیو یادښتونو کې ویل شوي، امریکا له ننه څلوردېرش کاله وړاندې د پاکستان پر هغو هلو ځلو خبره وه، چې د اتومي وسلو لپاره يې کولې.
دغه یادښتونه چې امریکا يې دېرش کاله وروسته د خپلو وګړیو لپاره افشا کوي، په کې ویل شوي، هغه وخت د امریکا لپاره له افغانستانه د شوروي اتحاد وتل مهم ول ځکه نو د پاکستان پر دې هلو ځلو غلې پاته شوه.
په دې یادښتونو کې لیکل شوي د پاکستان د هغه وخت پوځي دیکتاتور ضیاالحق او د چین مرستیال صدراعظم دينګ زیاوپینګ په دې بریالي شول چې له امریکا يې د شوروي اتحاد ضد جګړه کې دا ګټه واخیسته، ځکه چې پاکستان يې نژدې ملګری و.
په دغو افشا شویو یادښتونو کې راغلي، په دې سربېره چې امریکا د پاکستان پر اتومي وسلو غلې پاته شوه، د چین مرستیال صدراعظم امریکا پر دې قانع کړه چې له پاکستان سره مالي او پوځي مرستې هم وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان تل وايي په افغان جګړه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي او په دغه هېواد کې څو لسیزې د افغان کډوالو پاتې کېدل یادوي.
خو د پاکستان په سنا مجلس کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان کاکړ بیا د دې برعکس پاکستان د امریکا ملګری نه، 'تالۍ څټی ' بولي، چې په خبره يې تل يې د پښتنو افغانانو پر سر له امریکا او نورې نړۍ ګټې ترلاسې کړې دي.
هغه وايي "پاکستان د امریکا او نورې نړۍ ملګری نه، تالۍ څټی و او لاهم دی، چې د پېسو لپاره يې افغانستان وران کړ ".
پښتون ملتپال سناتور وايي، پاکستان د افغان جګړې له لومړۍ ورځې بیا تر ننه پورې ګټې اخیستې دي، خو تاوان يې افغان ولس او پاکستان مېشتو پښتنو ته رسېدلی.
سناتور عثمان کاکړ او ګوند ېې چې تل د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پر رول نیوکې کوي وايي، د دغه هېواد چارواکي دې د پیسو لپاره نه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل تر اوسه امریکا په دوامداره توګه پاکستان ته پیسې ورکوي چې میلیارډونو ډالرو ته رسېږي.
په ۱۹۷۰ مو او ۸۰ مو کلونو کې یې د افغانستان له جهاد سره د مرستې لپاره پاکستان ته پیسې ورکولې او په تېرو نژدې دوو لسیزو کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ورکوي.









