د نقیب الله مسید په وژلو تورن پولیس افسر ضمانت منل شوی

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان کراچۍ ښار یوې محکمې د راو انوار نومي هغه پولیس افسر ضمانت تایید کړی، چې بې محاکمې د نقیب الله مسید وژنې په تور نیول شوی و. محکمې نوموړي ته د یو میلیون پاکستاني روپیو تضمین جمع کولو امر کړی دی.
کراچۍ کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، راو انوار د زندان پر ځای د امنیتي ملحوظاتو له کبله د توقیف ځای پر ځای کراچۍ کې په خپل کور کې نظر بند ساتل کېده.
د نوموړي ضمانت منل کېدو خلاف د محکمې ودانۍ بهر څو ځله احتجاجونه هم شوي دي.
راو انور څو میاشتې فراري و او د سږ کال مارچ میاشتې وروستیو کې اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې شو.
له دې مخکې ترهګرۍ ضد محکمې د نوموړي نیولو امر کړی و، خو پولیس یې په نیولو نه وو توانیدلي.

دغه پولیس افسر کراچۍ کې د وزیرستان کراچۍ مېشتی ځوان نقیب الله مسید د کراچۍ شاه لطیف ټاون سیمه کې وژلی و او وروسته یې ادعا وکړه، چې نقیب الله مسید د وسله والو طالبانو ملګری و، خو پر خواله رسنیو او دغه راز په کراچۍ کې له پراخو احتجاجونو وروسته د پاکستان عدلي ادارو د راو انوار خلاف د وژنې قضیه ثبت کړه.
د نقیب الله مسید پلار محمد خان مسید د پولیس په ابتدايي رپوټ کې ویلي و، چې د جنورۍ لومړیو کې د راو انوار کسان په ملکي جامو کې ورغلي وو، چې د ده زوی او ورسره دوه نور ملګري یې نیولي وو.
د نوموړي په وینا پولیسو درې ورځې وروسته د هغه ملګري خوشي کړل، خو نقیب الله یې بندي ساتلی و او د هغه مبایل ټیلیفون یې هم بند کړی و.
نوموړي دغه راز پولیسو ته ویلي و، چې د جنورۍ پر ۱۷ مه ورته د رسنیو له لارې معلومه شوه، چې زوی یې وژل شوی دی.

د عکس سرچینه، FACEBOOK
د نقیب الله مسید خپلوانو او دوستانو د پولیسو هغه تورونه رد کړي وو، چې ګواکې نوموړی د سخت دریځو وسله والو ملګری و.
دوی ویل، نقیب الله مسید د خواري مزدوري لپاره کراچۍ ته تللی و او د ماډلینګ شوقي و.
وروسته د پاکستان حکومت له لوري د تحقیقاتي کومېټې مشر پولیس افسر ثناالله عباسي هم تایید کړه، چې نقیب الله له پولیسو سره په 'جعلي ' متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
هغه مهال د کراچۍ سهراب ګوټ سیمه کې چې نقیب الله مسید په کې ژوند کاوه، د پښتون تحفظ غورځنګ له لوري پراخ احتجاج وشو، چې مشري یې منظور پښتین کوله او له حکومته یې د بې درکه پښتنو ځوانانو د موندلو غوښتنه کوله.








