تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني طالبانو د خالد مسید وژل کېدل منلي
پاکستاني طالبانو منلې چې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال خالد مسید، چې په خان سید سجنا هم مشهور و، شمالي وزیرستان کې د امریکا بنګنې الوتکې برید کې وژل شوی.
برید د تېرې پنجشنبې په ورځ شوی و.
د تحریک طالبان پاکستان ویاند ویلي، خالد مسید د افغانستان پولې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې وژل شوی.
دوی وايي، اوس د ښاغلي مسید پرځای مفتي نور ولي مشر ټاکل شوی. مفتي نور ولي د بیت الله مسید نژدې ملګری و او وړاندې یې هم ددغه تحریک په مشرتابه کې ځینې کارونه کړي.
څلوېښت کلن مفتي نور ولي د طالبانو په تېر تاریخ یو کتاب هم لیکلی دی.
خالد مسید د ۲۰۱۴ کال اکتوبر میاشت کې امریکا د ترهګرو په لست کې شامل کړی و.
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني په یوه پیغام کې ویلي، خالد مسید د پاکستاني طالبانو د تحریک د مرستیال مشر سربېره د دغه تحریک د مسیدو د څانګې مشر هم و.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د تحریک پر مشرانو د امریکا بنګنې (بې پیلوټه) الوتکې بریدونه کوي. په ۲۰۰۷ کال، یې پر بیت الله مسید او بیا د هغه پر ځای ناستي حکیم الله مسید ورته بریدونه وکړل.
طالبان وايي، د خپل مشر د وینې غچ به د پاکستان له حکومته اخلي، ځکه چې په وینا یې د امریکا اصلي لاسپوڅی دی.
۳۸ کلن خان سید (خالد مسید) د جنوبي وزیرستان زنګړا سیمې اوسېدونکی و چې د طالبانو تحریک لپاره یې وژل کېدل یو لوی ګوزار ګڼل کېږي.
د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله مسید تر وژل کېدو وروسته، یاده ډله د مشرۍ پر سر د خپلمنځي لانجو له کبله په دوو برخو وویشل شوه.
د نوي امیر په توګه د ملا فضل الله تر ټاکل کېدو وروسته، خالد مسید د پاکستاني طالبانو له لویې او اصلي ډلې بېل شو او په سویلي وزیرستان کې د هغو طالبانو مشري په غاړه واخیسته چې په مسید قبیلې پورې تړلي وو.
خو څو میاشتې وړاندې دواړه ډلې یو ځل بیا سره پخلا یو ځای شوې. د همدې پخلاینې په پایله کې خالد مسید د مُلا فضل الله مشري ومنله او دی پخپله د پاکستاني طالبانو مرستیال وټاکل شو.