|
افغانستان کې د زعفرانو محصولات ډېر شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ډاکار په نامه يوه بهرنۍ موسسه وايي چې د افغانستان په هرات ولايت کې د هر کال په تېرېدو د زعفرانو توليد ډېرېږي، له همدې امله د دغې موسسې چارواکي وايي چې په هرات کې يې د زعفرانو د توليد د ډېروالي، هغو ته د بازار موندلو او د زعفرانو د کيفيت د لوړولو لپاره يو لړ پروگرامونه پيل کړي دي. زعفران له تېرو څو کلونو راهيسې له دې امله چې په نړيوالو بازارونو کې لوړه بيه لري، په افغانستان کې د کوکنارو پرځاى د بديل کښت په توگه ډېر يادېږي، خو لا يې هم نشه يي توکو ته په کتو کرکيله ډېره لږه ده. په افغانستان کې مېشته يوه بهرني موسسه وايي چې د يولړ مقدماتي څېړنو په ترڅ کې ورته ثابته شوې چې د دغه هيواد په ١٦ ولايتونو کې زعفران کرل کېداى شي. د ډاکار موسسې د طبعي سرچينو مشر محمد هاشم اسلمي بي بي سي ته وويل، په پام کې لري چې په دغو ولايتونو کې د زعفرانو د کرلو او د هغو د حاصلاتو د لوړولو لپاره يولړ پروگرامونه پيل کړي. هغه وايي په هرات کې د زعفرانو توليد د هرکال په تېرېدو ډېرېږي او د کيفيت د لاښه کولو لپاره يې هڅې روانې دي. ښاغلي اسلمي وويل چې اوس په نړيواله کچه د افغانستان زعفران د ښه کيفيت لرونکو زعفرانو په کتار کې راځي او په اوچته بيه پلورل کېږي. " په نړۍ کې تر دې مهاله څوک په رسمي توگه افغانستان د زعفرانو د توليدوونکي هيواد په توگه نه پېژني او نه راجستر شوى دى، له دې کبله دا مهال زموږ معيار کورني بازارونه دي. په ٩٨ کال کې يو کيلو زعفران له ١٥٠ ډالرو په ټيټه بيه پلورل کېدل، خو تېر کال دننه په افغانستان کې يوه کيلو زعفران تر درې نيم زرو ډالرو او په اروپا کې له اووزرو تر ١٩ زرو يورو وپلورل شول. "
ښاغلى اسلمي زياتوي چې په پيل کې د هرات په يوازې ٢٠ جريبه ځمکه زعفران کرل کېدل، خو د هغه په وينا دا مهال تر دووسوو جريبو ډېره ځمکه کې دغه بوټى کرل کېږي. نوموړى وايي که څه هم تېر کال په نوچکالي وه خو بيا هم دغلته اته کيلوگرامه زعفران توليد شول او په وينا يې بزگرانو ډېره گټه وکړه. " سږکال د وچکالۍ او زيانونو له امله ډېر سخت کال و، خو بيا هم په هرات کې بزگرانو د زعفرانو د پلورلو له لارې د ٥٢٠ زرو ډالرو په شاوخوا کې پيسې وگټلې. د پښتون زرغون ولسوالۍ بزگرو چې تر ټولو ډېره وچکالۍ ځپلې وه تر ٩٠ زرو ډالرو عوايد لرل. دې کار خلکو ته هيلې پيدا کړې او د زعفرانو کرلو ته يې وهڅول. " افغان ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې د هرات يوه بزگر ته چې په خپلو ځمکو زعفران کري، د غازي محمد اکبرخان مډال ورکړ. د کرنې وزارت هم تېرکال په هيواد کې د زعفرانو د توليد د ډېرولو په موخه يو پروگرام پيل کړ چې وايي له امله به يې په راتلونکو څو کلونو کې د زعفرانو کښت اوو زرو هکتارو او حاصلات يې هم ٥٠ ټنو ته ورسېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه ولسمشر کرزي د زعفرانو کروندګر ته مډال ورکړ02 مارچ, 2009 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||