|
ولسمشر کرزي د زعفرانو کروندګر ته مډال ورکړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزي د هرات ولايت يوه بزګر ته د وزير محمد اکبر خان مډال ورکړ . د ولسمشرۍ له دفتره بي بي سي ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر د هرات ولايت يوه بزګر حاجي اکبر خان ته د زعفرانو د کښت د دودولو له امله ورکړ . په خبرپاڼه کې ويل شوي چې حاجي اکبر خان، چې د زعفرانو په بابا هم شهرت لري، د وزيرانو شورا ته وربللی و . د ويلو ده چې نوموړي په هرات او څنګلورو ولايتونو کې د زعفرانو کښت دود کړی دی . د حاجي اکبرخان له خولې ويل شوي چې ده په هرات او ګاونډيو ولايتونو کې سلګونو کروندګرو ته د زعفران تخم ورکړی او د کوکنارو پرځای يې د زعفران کرلو ته هڅولي دي . دی وايي چې په د زعفرانو د کرلو په اړه يې د ځينو ولايتونو تر شپږ سوه ډېر کروندګر روزلي دي . حاجي اکبرخان وايي چې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې يې پر درې سوه مترمربع ځمکه د لومړي ځل لپاره زعفران وکرل چې اوسمهال د دغه ولايت پر شاوخوا شل جرېبه ځمکه زعفران کرل شوي دي . په دې وروستيو کې په هرات ولايت کې د زعفرانو کرل دود او بيا نورو ولايتونو ته دغه لړۍ غځول شوې ده . دا په داسې حال کې ده چې په نړيوالو بازارونو کې يوه کيلو زعفران له څلورو تر دوولسو زرو امريکايي ډالرو پورې پېر او پلور لري . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||