|
د پښتو متلونو د يوې مجموعې راټولونکى محمد نسيم سليمي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
محمد نسيم د محمد رحيمزوى د کندهار د ښار د دوهمې ناحيې د مير هزار په کوڅه کې زيږېدلى، لمړنۍ زده کړې يې په مشرقي ليسه ، او وروسته يې د احمد شاه بابا په ليسه کې ترسره رسولي دي. د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې شامل سو او د پيسو او بانک چلولو او ملي انکشاف له برخې څخه فارغ شو، د نورو تحصيلاتو لپاره امريکې ته ولاړ او د دموگرافي ، او مخصوصآ د نفوسو د احصايې په برخه کې يې تحصيل وکړ. محمد نسيم سليمي د کندهار او زابل په ولاياتو کې د ښوونکي په حيث وظيفه تر سره کړې، او همدغه رنگه يې د مرکزي احصايې په عمومي رياست کې په بيلابيلو برخو کې خدمت کړى دى. نسيم سليمي د اقتصاد د مطالعې تر څنگ د هيواد دتاريخ، ادب او کلتور سره مينه او علاقه لري. د نوموړي ليکنې په خپل وخت کې د هېواد په بېلابېلو نشرياتو، مجلو او ورځپاڼو کې خپرې شوي دي. نسيم سليمي د ١٩٨٠ کال راهيسې له وطنه ليرې لومړى په جرمني او اوس دامريکې د کاليفورنيا په ايالت کې اوسيږي. که له نسيم سليمي څخه د هغې د ادبي او کارنو په باب پوښتنې لرئ، نو مهرباني وکړئ د پروگرام د نشر په مهال په دغه شمېره : ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ سټوډيو ته زنگ ووهئ او د خپلو پوښتنو ځوابونه واورئ. د پروگرام د نشر وخت: د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. د برېښناليک پته ده: [email protected] |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||