 | | | ښاغلى هوتک تاريخپوه، شاعر او څيړونکى دى |
تاريخپوه ، شاعر او څېړونکى محمد معصوم هوتک مو په اوومه سټوډيو کې مېلمه کړى دى. ښاغلى هوتک په کندهار کې زيږدلى او اوس له څو کالو راهيسي په کانادا کې ميشت دى. د افغانستان او په ځانگړى توگه د کندهار پر تاريخ او پښتو ادبياتو د بيلو څانگو په اړه يو شمير کتابونه ليکلي دي. نوموړې د پټي خزانې ارزښت او همداراز د پښتو ژبي د سوچه والي په اړه هم کتابونه چاپ کړي دي. که د ښاغلى هوتک څخه دده د هنر او کارنو په باب پوښتنې لرى نو مهرباني وکړئ د پروگرام د نشر په مهال په دغه شميره : ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ سټوډيو ته زنگ ووهى او د خپلو پوښتنو ځوابونه له ښاغلي هوتک نه واورئ. د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. د برېښنا ليک پته ده: [email protected] |