 | | | سندرغاړى دين محمد غمخوار مو ميلمه دى. |
د پښتو موسيقي پسرلنۍ څانگه دين محمد غمخوار د ننگرهار د سرخرود ولسوالۍ د بالاده په کلي کې زيږيدلى دى او ننگرهار په ليسه کې يې زده کړې کړي. ښاغلى غمخوار له اوه لسو کلونو را پدې خوا له موسيقي سره سر او کار لري او د پنځوسو په شاوخوا کې سندرې لري. د اردو د انسامبل يو پخوانى غړى دين محمد غمخوار دا اوونى د اوومې سټډيو ميلمه دى. که د ښاغلي غمخوار څخه دده د هنر او کارنو په باب پوښتنې لرى نو مهرباني وکړئ د پروگرام د نشر په مهال په دغه شميره : ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ سټوډيو ته زنگ ووهى او د خپلو پوښتنو ځوابونه له ښاغلي غمخوار نه واورئ. د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. د برېښنا ليک پته ده: [email protected] |