BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:57 گرينويچ 2008 ,17 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د مايکل فلپس نوم په تاريخ کې وليکل شو

مايکل فلپس
هغه وخت چې د امريکا لوبډله په دغو سياليو کې درېيم مقام درلود، خو کله چې فلپس لوبه پيل کړه امريکايي لوبډلې ته يې د لومړي مقام وياړ وگاټۀ .
مايکل فلپس يو امريکايى لوبغاړى دى، چې د خپل هېواد په اتلوليو کې يې وڼډه اخيستې ده، نوموړي وکولاى شو چې د مارک اشپټز ٣٦ کلن ريکارډ مات او خپل اتم طلايي مډال هم ترلاسه کړي .

دغه ٢٣ کلن امريکايي لوبغاړي په روانه مياشت کې د پکين په المپيک لوبو کې له آروت پېرسول، برنډان هېنس او جيسن لازک سره خپل نوى ريکارډ هم ثبت کړى دى .

امريکا له اسټراليا او جاپان سره په اتلوليو کې برى موندلى، امريکايي لوبغاړو وکولاى شو چې په ٢٩ دقيقو او ٣٤ ثانيو کې لوبه پاى ته ورسوي .

فلپس په نهو وروستيو ورځو کې په ١٧ سياليو کې گډون کړى او په اوو پايلوبو کې يې نړيوال ريکارډ مات کړ .

هغه وخت چې د امريکا لوبډله په دغو سياليو کې درېيم مقام درلود، خو کله چې ده لوبه پيل کړه امريکايي لوبډلې ته يې د لومړي مقام وياړ وگاټۀ .

په وروستۍ لوبه کې استيراليانو هڅه کوله چې له امريکا لوبه وگټي، خو جيسون لازک خپل استراليايي سيال ايمون سوليوان ته اجازه ورنکړه چې امريکا ته ماتې ورکړي او د فلپس تاريخي ريکارډ بېرته ترېنه واخلي .

هېڅ ناممکن څيز نشته
مايکل فلپس
 په داسې حالاتو چې ډېرى به ويل دغه ريکارډ نه ماتېدونکى دى، ما په خپل ذهن کې دغه برياليتوب د تصور وړ وگاڼۀ . ما دا زده کړل او له ماسره يې زما په بريا کې مرسته وکړه

په دغو اتلوليو سره، د المپيک په بېلابېلو لوبو کې د مايکل فلپس طلايي مډالونه ١٤ ته ورسېدل او هغه لا تراوسه په ټوليز ډول د المپيک ١٦ مډالونه په خپل اختيار کې لري .

مايکل فلپس له خپلو ټولو لوبډلو څخه مننه کړې او خپله بريا يې د دوى بريا بللې ده .

ده ويلي : '' زما د ټولو لوبډلو له مرستې پرته زما برياليتوب ناشونى و.''

'' ما وکولاى شو چې په درو سياليو کې ونډه واخلم، موږ وکولاى شو چې سره يو لاس شو او ننداره چيانو ته خپل هنر وښيو.''

'' د المپيک په هغو درو لوبو کې چې ما گډون کړى، د نارينه وو دغه يوازېنۍ لوبډله ده، چې امريکا ته يې وياړ ور په برخه کړ .''

'' ما د المپيک تر لوبو وړاندې د دغې لوبډلې غړي نه پېژندل.''

د مايکل فلپس د لوبډلې ملگري پيرسول ويلي : '' داسې نه وه چې موږ دې گواکې د مايکل لپاره ولوبېږو . خو په دغه برياليتوب کې گډون د وياړ وړ دى .''

مايکل فلپس په پاى کې وويل :'' هېڅ ناشونى څيز وجود نه لري .''

'' په داسې حالاتو چې ډېرى به ويل دغه ريکارډ نه ماتېدونکى دى، ما په خپل ذهن کې دغه برياليتوب د تصور وړ وگاڼۀ . ما دا زده کړل او له ماسره يې زما په بريا کې مرسته وکړه .''

لين ميايوکيد المپيک ترانې ويونکې
لين ميايوکي يواځې شونډې خوځولې
د بېجينګ المپيک ځانگړې پاڼهد بېجينګ المپيک
ځـــــانــگړې پــــــــاڼه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت