BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:15 گرينويچ 2007 ,31 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا وزارت: تنباکومه څکوئ

سيگريټ
د نړۍ په ډيرو برخو کې سيگريټ څکول کيږي خو د مخنيوي لپاره يې هڅې هم مخ په ډيريدو دي
راځئ چې سل په سلو کې د تنباکو له لوگي نه يو ژغورلى چاپيريال رامنځ ته کړو!
دا هغه شعار دى چې پر بنسټ يې نن په کابل کې د تمباکو د مخنيوي نړيواله ورځ ولمانځل شوه.

هغه غونډه چې په دې اړه د افغانستان د روغتيا په وزارت کې جوړه شوې وه د عامې
روغتيا وزير وويل چې د افغانستان په ښوونځيو کې يوه تر سره شوې پلټنه څرگندوي چې ددغه هيواد اويا په سلو کې ماشومان په خپلو کورونو کې د سگريټو له لوگي سره لاس او گريوان دي.

محمد امين فاطمي وويل چې افغانستان د نړيوالو قوانينو د منلو له کبله د هغو هيوادونو په کتار کې ولاړ دى چې په ټول ميشتو سيمو کې د تنباکو کارونې ته اجازه نه ورکوي.

هغه له افغان وگړو نه وغوښتل چې د تنباکو له کارونې لاس واخلي، په ځانگړي ډول په هغو ځايونو کې چې گڼ خلک په کې راټوليږي.

په افغانستان کې د تنباکو د مخنيوي نړيواله ورځ داسې مهال ولمانځل شوه چې دغه توکى په دغه هيواد کې په بيلابيلو ډولونو او پراخه کچه کارول کيږي.

 په تنباکو کې لږ تر لږه له څلورو سوو نه ډير داسې توکي پيژندل شوي دي چې روغتيا ته زيان اړوي، له دې ټولگې نه ٤٠ ډوله يې داسې دي چې د سرطان لامل گرځي.
د روغتيا افغان وزير
افغانستان د هغو هيوادونو په نوملړ کې ځاى موندلى دى چې وگړي به يې په ټول ميشتو ځايونو دفترونو، رستورانتونو،تم ځايونو او لوبغالو کې سگرټ نه څکي.

خو بله خوا دغه هيواد په ټول ميشتو ځايونو کې د تنباکو د مخنيوي په موخه کوم ځانگړى قانون نه لري او ښايي همدا يې لامل وي چې ددغه هيواد په گڼو عامو ځايونو کې سگريټ څښل دود دي تر دې چې په دولتي ادارو کې هم په پراخه کچه سگريټ څکول کيږي.

بله ستونزه د روږدو کسانو له خوا په کورونو کې سگرټ څکل دي د هغه سروې له مخه چې نړيوال روغتيايي سازمان د افغانستان په ښوونځي کې تر سره کړې ده له مخه يې ٧٠ په سلو کې ماشومان په خپلو کورونو کې د سگريټو له لوگيو سره مخامخ دي.

بله خوا د همدغې سروې له مخه څلور شپيته په سلو کې ماشومان وايي چې سگريټو ته هڅونکي اعلانونه يې ليدلي او اوريدلي دي او ٥٠ په سلو کې ماشومان له کوره بهر د سگريټو له لوگي سره لاس او گريوان دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزير سيد محمد امين فاطمي له چارواکو،د کورنيو له مشرانو او په ټوله کې له ټولو وگړو نه وغوښتل چې په ټول ميشتو ځايونو کې له سيگريټو څکلونه ډډه وکړي. نوموړي زياته کړه:

(( په تنباکو کې لږ تر لږه له څلورو سوو نه ډير داسې توکي پيژندل شوي دي چې روغتيا ته زيان اړوي، له دې ټولگې نه ٤٠ ډوله يې داسې دي چې د سرطان لامل گرځي.

 کارونې لاس واخلى، په ځانگړي ډول په هغو ځايونو کې چې گڼ خلک په کې راټوليږي
د روغتيا افغان وزير
راځئ چې د افغانستان د خلکو د روغتيا په هيله خپل چاپيريال د سيگريټو له لوگي نه وژغورو))

د نړيوال روغتيايي سازمان د څيړنو له مخه تنباکو څښل په نړۍ کې د وژونکو ناروغيو څلورم ستر لامل دى.

سربيره پردې هر کال په نړۍ ٥ ميليونه وگړي د هغو ناروغيو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې په څه نا څه ډول د سيگريټو له څکلو سره تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال ٢٠٠ زره کارنکي د هغو لوگيو له کبله په ناروغۍ اخته کيږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي چې لامل يې د نورو کسانو سگريټ څکل وي.

علمي څيړنو څرگنده کړې ده چې تنباکو څکل د انسان د بدن د رگونو د کلکيدو لامل گرځي چې په پايله کې يې د وينې د ليږد راليږد مخه ډب کوي او د زړه د حملي لامل گرځي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت