|
افغان ځوانان د تنباکوپر زيانونو غږيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د تنباکو نړيواله ورځ د لومړي ځل لپاره د روغتيا د نړيوالې ادارې لخوا په ١٩٨٧ م کال کې د مئ په ٣١ نيټه وټاکل شوه چې د خلکو فکر د تنباکو څخه ورپيښ ضرورونو ته ورواړوي. نن ددې ورځى نمانځل په کال کې ٣.٥ ميلونه وگړى د تنباکوسره تړلو ناروغيو څخه ژغورى. بي بي سي ددې ورځى په مناسبت ځانگړي پروگرامونه لرى او زمونږ د سندرو او پيغامونو پروگرام هم پدې ورځ د افغان ځوانانو نظرونه تاسو ته وړاندې کوى. د موسيقۍ دا پروگرامونه ددې انټرنيټ پاڼې له لارې او په افغانستان کې داېف اېم په څپود سهار په لسو بجو اوريدلى شئ. دا پروگرامونه په کابل کې يحيى يعقوبي او شبنم پوپلزۍ چمتو کوي. په کابل کې زموږ همکاران د پلازميني په بيلا بيلو برخو کې د ځوانانو ، کوچنيانو ، مامورينو، زده کوونکو او نورو سره مرکې کوي، د هغوي پيغامونه او خوښې کړې سندرې خپروي. که تاسې هم غواړئ زموږ د سندرو او پيغامونو په پروگرامونوکې برخه واخلئ ، د سندرو غوښتنه وکړئ، شعر وواياست او يا خپل نور په زړه پورې مطالب له اوريدونکو سره شريک کړئ، نو موږ ته په دې شمېره زنگ ووهى او خپل غږ ثبت کړئ: شميره مو ده : ٠٠٤٤٢٠٧٥٥٧٠٥٥٤ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||