|
د پيشي پرځاى يې پړانگ په بستره کې وموند | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په اسراىيل کې د ځنگلۀ يوۀ لارښود هغه زوړ پړانگ نيولى چې بسترې ته يې ورټوپ کړي و. د خوب په کاليو کې پېچلي ارتور دو موش وکولاى شو چې پړانگ ژر کابو کړي او شل دقيقې يې هغه ټينگ تر غاړې نيولى و، تر هغه چې مرسته ور ورسېده. پړانگان عموما هغه وخت کليو ته ننوځې چې په ځنگل کې ځان ته د خوړو لپاره ښکار پيدا نه شي کړاى. دوى انسانانو ته چندان گواښ نه پېښوي. دغۀ نابلل شوي مېلمه کېداى شي د هغې کورنۍ پيشي د نيولو هڅه کوله چې له ښاغلي دوموش سره په بستره کې ويده وه. ښاغلي دوموش، چې اصلا د نيدرلنډ دى، وايي چې د دۀ لپاره د پړانگ نيونه هسې يوه ناڅاپي پېښه وه، خو ماشومان يې خورا ورته خوشاله وو. د اسراييل د طبيعت او پارکونو د ساتنې مامورينو د ښاغلي دوموش له بېړني ټيليفون وروسته په منډه د هغۀ مرستې ته ورسېدل او پړانگ يې ورسره بوت . د طبيعت او پارکونو د ساتنې يوۀ وياند وويل چې د ښاغلي دوموش د استوگنځي شاوخوا د پړانگانو يوه ډله ليدل شوې، خو دى وايي چې هېڅکله يې نه دي اورېدلي چې پړانگ دې د چا کورته ننوځي. | ورسره تړلي نور خبرونه د لس ميليونه ډالرو موسکا!22 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||