|
د لس ميليونه ډالرو موسکا! | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په برتانيا کې د 'بدرنگه بيټي' په نامۀ د يوۀ مشهور تلوېزيوني سيريال د اتلې، امريکا فيريرا، موسکا په لس ميليونه ډالرو بيمه شوې. په لندن کې د لويډز د بيمې شرکت ويلي چې د غاښونو د جوړولو يوې کمپنۍ چې له اغلې فيريرا سره د خيرښېگڼې په يوۀ کمپاين کې مرسته کوي دوى ته دغه بيمه وړاندې کړې وه. دروېشت کلنه فيريرا په سريال کې د 'بيټي سوريز' په رول کې کار کوي چې يوه بدرنگه نجلۍ ده او د فېشن له يوې مجلې سره کار کوي. دا په سريال کې روښانه جامې اغوندي او پر غاښونو يې تور ټاپي دي. فيرارا وايي د خپلې موسکا د بيمه کېدو لامله په جامو کې نه ځايېږي.
هغې وويل: ''دا زما لپاره ډېر د خوښۍ ځاى دى چې خپله موسکا مې په لس ميليونه ډالرو بيمه شوه.ما د دغسې يوې پېښې تصور هېڅ نه شو کولاى.'' اغلې فيريرا د کوميډي سريالونو د تر ټولو غوره لوبغاړې په توگه د 2007م کال د سېنما د مشهورې جايزې، گولډن گلوب، گټونکې ده. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||